ملګري ملتونه 16 جون (اے پي پي) د ملګرو ملتونو سلامتي کونسل د ګل په ورځ په متفقه توګه منظور شوې قرار داد كښې افغان چارواكو څخه غوښتنه كړي چې د ميرمنو په ضد خپل سخت بنديزونه په سمدستي توګه بيرته واخلي او په افغانستان كښې د ترهه ګرو ډلو په ضد کارروائي وكړي كومی چې د پولي پوري غاړه څخه په پاکستان بريدونه كوي۔اردو نيوز له مخې ملګرو …
ملګرو ملتونو په افغانستان كښې په ميرمنو د لګيدلي بنديزونو ختمولو غوښټنه وكړه

مزید خبریں
ملګري ملتونه 16 جون (اے پي پي) د ملګرو ملتونو سلامتي کونسل د ګل په ورځ په متفقه توګه منظور شوې قرار داد كښې افغان چارواكو څخه غوښتنه كړي چې د ميرمنو په ضد خپل سخت بنديزونه په سمدستي توګه بيرته واخلي او په افغانستان كښې د ترهه ګرو ډلو په ضد کارروائي وكړي كومی چې د پولي پوري غاړه څخه په پاکستان بريدونه كوي۔اردو نيوز له مخې ملګرو ملتونو كښې د چين سفير فو کونګ جن د دې قرارداد سرپرستي کړي،هغه هيله څرګنده كړه چې افغان دولت د بشري حقونو او په خاص توګه د ميرمنو د حقونو تحفظ لپاره دی زيات فعاله اقدامات وكړي او د شموليت او ذمه وارۍ يو مثبت اړخ دی نړۍ ته وړاندې كړي۔دا قرارداد افغانستان كښې د ملګرو ملتونو د سياسي مشن موده تر 17 جون 2027 پراخه كوی او هغې ته دا اختيار وركوي چې د کوم امتیاز نه غير انساني مرسته وكړي او په قامي او ځائې كچه داسې واکمنۍ ته وده وركړي چې پكښې جنس، مذهب يا د نسل په بنياد كوم فرق نه وي او پكښې د ميرمنو، اقليتونو، ځوانانو او معذورو بشپړه، مساوي، موثر او محفوظ شرکت باوري كړې شي۔









