اسلام آباد 16جون(اے پی پی)د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د جماعت اسلامي مركز منصوره دوره وکړه چرته چې هغه د جماعت اسلامي امير حافظ نعيم الرحمان سره مهم ملاقات وكړو۔په ملاقات كښې د هېواد په مجموعي سياسي٬معاشي او امن او امان صورتحال پشمول په سيمه ايزو او نړيوالو چارو تفصيلي د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔د داخله وزارت وياند له مخې د ملاقات په مهال د ايران او …
د كورنيو چارو وفاقي وزير د منصوره دوره٬د جماعت اسلامي امير سره ملاقات كښې په مهمو سيمه ايزو او نړيوالو چارو د خيالاتو څرګندونه
اسلام آباد 16جون(اے پی پی)د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د جماعت اسلامي مركز منصوره دوره وکړه چرته چې هغه د جماعت اسلامي امير حافظ نعيم الرحمان سره مهم ملاقات وكړو۔په ملاقات كښې د هېواد په مجموعي سياسي٬معاشي او امن او امان صورتحال پشمول په سيمه ايزو او نړيوالو چارو تفصيلي د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔د داخله وزارت وياند له مخې د ملاقات په مهال د ايران او امريكې ترمينځه اوسني مفاهمت نه پس د منطقې په بدل شوې صورتحال خاص خبرې وشوې۔دواړو لارښودو دا مفاهمت د منطقې استحكام او تل پاتې امن لپاره خوشبينه وګرځولو۔د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د ايران امريكې خبرو كاميابۍ او په دې لړ كښې د پاكستاني حكومت لخوا كړی د اقداماتو په اړه جماعت اسلامي په اعتماد كښې واخستلی شوه ۔د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي ووئيل په منطقه كښې د تاؤ تريخوالې خاتمې كريډټ پاكستان لری .ده ووئيل د دې تاريخي مشن لپاره وزيراعظم او فيلډ مارشل نه هېرېدونكې كردار ادا كړې ۔د جماعت اسلامي امير حافظ نعيم الرحمان په دې تاريخي كاميابۍ د پاكستان مخلصانه او سفارتي كردار ستائنی كولو سره ووئيل د ايران امريكې مفاهمت په اړه د پاكستان تاريخي كردار به تل ياد ساتلې شي٬دی سره په دې ټوله منطقه كښې تل پاتې امن لاره هواره شوې۔د ملاقات په مهال د جماعت اسلامي امير حافظ نعيم الرحمان په صوماليه كښې د ګيرو پاكستانيانو وګړو سنګينه معامله هم د كورنيو چارو وفاقي وزير په وړاندې پورته كړه۔ده غوښتنه وكړه چې حكومت دې صوماليه كښې د ګيرو شوو پاكستانيانو سمدستي٬په حفاظت او په عزت سره خوشې كولو لپاره خپل موثره سفارتي كردار او ټول وسائل وكاروي٬په دې د كورنيو چارو وفاقي وزير د بشپړه مرستې باور وركړو۔دواړو لارښودو په دې خبره اتفاق وکړو چې د هېواد معيشت ښه والي او ګيرو شوو طبقو ته سمدستي ريليف وركولو لپاره په بيړني بنيادونو كوټلو اقدامات ته ضرورت دې۔











