اين ايف سي كښې د آبادۍ په بنياد د وسائلو د ویش تناسب دې  50 فيصده مقرر کړی شي ۔ د روغتيا وفاقي وزير په بجټ بحث كښې د خيالاتو څرګندونه

  اسلام آباد 16 جون  (اے پي پي) د روغتيا وفاقي وزير مصطفي کمال وئيلي دي د ګورننس ښه نظام سره به د وګړو مسئلې په درشل حل كيدو له  مرسته تر لاسه شي،د  اختيارات تر لاندې كچي منتقل كولو ته اړتيا ده، اين ايف سي كښې د آبادۍ په بنياد د وسائلو د تقسيم تناسب دې 50 فيصده مقرر کړی شي۔د نهې په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د راروان …

 

اسلام آباد 16 جون  (اے پي پي) د روغتيا وفاقي وزير مصطفي کمال وئيلي دي د ګورننس ښه نظام سره به د وګړو مسئلې په درشل حل كيدو له  مرسته تر لاسه شي،د  اختيارات تر لاندې كچي منتقل كولو ته اړتيا ده، اين ايف سي كښې د آبادۍ په بنياد د وسائلو د تقسيم تناسب دې 50 فيصده مقرر کړی شي۔د نهې په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د راروان مالي كال په وفاقي بجټ بحث كښې  وفاقي وزير ووئيل د هېواد آبادي 26 کروړه ده او هر كال 6.7 مليونه وګړي په دې کښی نوي شامليږي،كه دا سلسله روانه وه نو تر 2030ء به مونږ د نړۍ 5م لوئ هېواد څخه په څلورم لمبر شو، هر كال 11 زره مياندي د زیږون په مهال په حق رسي، 40 فيصده ماشومان د ناقص غذائيت ښکار دي، دوه كروړه څخه زيات ماشومان سكولونو څخه بهر دي،ده ووئيل مونږ له 66 زره سکولونو او 6 لکهه څخه زيات استاذانو ته اړتيا لرو،بايد مونږ 3600 نوي پرائمري روغتونونه او دوه كروړه نوي كورونه جوړ كړو، كه په دې صورتحال قابو ونه موندلې شو نو زمونږ مسئلې به زياتي شي۔ وفاقي وزير ووئيل د حکومت د دولت تقسيم د فارمولی انحصار په 82 فيصده آبادۍ اېښودلی، زه خواست كوم چې دا مسئله حل كړی، د اين ايف سي ترمخه د وسائلو د تقسيم  فارمولا د50 فيصده آبادۍ په بنياد دس مقرر کذی شي۔