پېښور 16 جون (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل کريم کنډي په مشرۍ كښې د نهې په ورځ محرم الحرام كښې د سکيورټي انتظامات په اړه مهمه غونډه وشوه۔د پېښور ګورنر هاؤس وياند له مخې چيف سيکرټري شهاب علي شاه، آئي جي پي ذوالفقار حميد او احمد کريم کنډي په غونډه كښې ګډون وكړو۔د ډي آئي خان کمشنر، د ډي آئي خان آر پي او ، د …
د خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل کريم کنډي په مشرۍ كښې د محرم الحرام امنیتی انتظامات په اړه مهمه غونډه
پېښور 16 جون (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل کريم کنډي په مشرۍ كښې د نهې په ورځ محرم الحرام كښې د سکيورټي انتظامات په اړه مهمه غونډه وشوه۔د پېښور ګورنر هاؤس وياند له مخې چيف سيکرټري شهاب علي شاه، آئي جي پي ذوالفقار حميد او احمد کريم کنډي په غونډه كښې ګډون وكړو۔د ډي آئي خان کمشنر، د ډي آئي خان آر پي او ، د ډي آئي خان ډپټي کمشنر او ډيره اسماعيل خان ډي پي او آن لائنپه غونډه کښی ګډون وكړو۔په غونډه كښې په ډيره اسماعيل خان كښې د محرم الحرام په سکيورټي پلان تفصيلي بريفنګ وركړې شو۔د هرنو او كورنیو خطرو، حساس روټس او د مجالس و جلوسونو د امنیت جاج واخستلې شو۔غونډي ته وينا كښې د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل کريم کنډي ووئيل وفاقي حکومت او سکيورټي اداری د امن لپاره د صوبائي حکومت سره ولاړ دي، محرم كښې د واپډا او پي ټي سي ايل سره رابكه كولو ته اړتيا ده۔ده ووئيل د شپې د جلوسونو په مهال د بجلۍ او مواصلاتي سهوليات كښې تعطل به ونه زغملې شي ، د صوبائي حکومت غوښتنی له مخې د فيډرل کانسټېبلري اضافي نفري به وركولې شي۔ده ووئيل حساس سيمو كښې اضافي سکيورټي او د نګرانۍ مؤثر انتظامات دې باوري كړې شي،ده ووئیل محرم سکيورټي پلان كښې منتخب اولسي نمائندګان دی هم اعتماد كښې واخستلې شي ۔ ده ووئيل فيډرل کانسټيبلري اضافي نفري او جديد آلات وركولو له دې د كورنيو چارو وزير سره رابطه وكړې شي، دغسی د محرم الحرام په مهال دې كوټلي امنيتي انتظامات باوري كړې شي۔











