ګلګت بلتستان كښې د 100 ميګاواټ سولر پروژې ټول مصرف  به وفاقي حكومت پورته كوي۔د وزيراعظم محمد شهباز شريف غونډې ته خطاب

    اسلام آباد 16جون(اے پی پی)وزيراعظم محمد شهباز شريف وئېلي دي د ګلګت بلتستان اولس لپاره د 100 ميګاواټ شمسي بجلي وركولو پروژې ټول امصرف به وفاقي حكومت پورته كوي۔د نهې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې د دې خيالاتو څرګندونه ده  پخپله مشرۍ کښی ګلګت بلتستان كشې د 100 ميګا واټ شمسي توان په پروژه د جاج اغستو غونډې په مهال …

 

 

اسلام آباد 16جون(اے پی پی)وزيراعظم محمد شهباز شريف وئېلي دي د ګلګت بلتستان اولس لپاره د 100 ميګاواټ شمسي بجلي وركولو پروژې ټول امصرف به وفاقي حكومت پورته كوي۔د نهې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې د دې خيالاتو څرګندونه ده  پخپله مشرۍ کښی ګلګت بلتستان كشې د 100 ميګا واټ شمسي توان په پروژه د جاج اغستو غونډې په مهال كړې۔په غونډه ګښې د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال٬د اقتصادي چارو وفاقي وزير احد خان چيمه٬د پاور ډويژن وفاقي وزير سردار اويس احمد خان لغاري٬د كشمير٬ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام او اړوند سركاري افسرانو ګډون وكړو۔وزيراعظم په دې پروژه د كار  رفتار تندولو٬د منصوبې زر تر زره بشپړولو او د منصوبې ټولو پړاؤنو كښې سپيځلتيا باوري كولو لپاره د غېر جانبدار تهرډ پارټي ويليډيشن هدايت وكړو .په غونډه كښې اړوندو چارواكو په ګلګت بلتستان كښې د وفاقي حكومت سولر پروژې په اړه بريفنګ ورګړو۔بريفنګ كښې ووئېل شول دا د ګلګت بلتستان سركاري ودانو لپاره 18 ميګاواټ شمسي توان پروژه ده٬ګلګت بلتستان اود  ديامبر ډويژنز سركاري ودانو لپاره 18 ميګا واټس پروژه دسمبر 2026 او د بلتستان ډويژن سركاري ودانۍ سولرائزېشن پروژه به تر  اكتوبر 2026 بشپړه شي او د ګلګت بلتستان٬سكردو٬چلاس  د كورونو لپاره په  82 ميګاواټ شمسي توان پروژه  هم كار روان دے۔