اسلام آباد 22 فروري (اے پي پي) اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دي چې پاکستان افغانستان خپل مخلص دوست ګڼي٬ پاكستان امن ٬ پرمختګ او سوكالۍ له افغانستان سره په ګډه كار كول غواړي٬ بايد افغانستان غلط فهمۍ پېدا كوونكي عناصر رد كړي ٬ د منطقې امن افغانستان كښې امن سره تړلے دے ۔ اولس مشر دا خبرې د شورو په ورځ د حسن ابدال كېډيټ كالج كېډټس سره خبرو …
پاکستان افغانستان خپل مخلص دوست ګڼي٬ پاكستان امن ٬ پرمختګ او سوكالۍ له افغانستان سره په ګډه كار كول غواړي

مزید خبریں
اسلام آباد 22 فروري (اے پي پي) اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دي چې پاکستان افغانستان خپل مخلص دوست ګڼي٬ پاكستان امن ٬ پرمختګ او سوكالۍ له افغانستان سره په ګډه كار كول غواړي٬ بايد افغانستان غلط فهمۍ پېدا كوونكي عناصر رد كړي ٬ د منطقې امن افغانستان كښې امن سره تړلے دے ۔ اولس مشر دا خبرې د شورو په ورځ د حسن ابدال كېډيټ كالج كېډټس سره خبرو كښې وكړې چا چې په ايوان صدر كښې اولس مشر سره ملاقات وكړو۔ اولس مشر ووئيل پاكستان هند سره د ملګرتيا اړيكي غواري بايد هند په دې لړ كښې مرسته وكړي۔ مقبوضه كشمير كښې د هندي ځواكونو لخوا د روانو ظلمونو په اړه اولس مشر ووئيل د كشميريانو د نوي كول لخوا د وركړې شويو قربانيو په نتيجه كښې د آزادۍ په غورځنګ كښې نوې روح پوكل شوې۔ ده ووئيل بايد د كشمير كشاله د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې هواره كړې شي۔ اولس مشر ووئيل پاكستان د پرمختګ په مزل كښې خپل ګاٶنډي هېوادونه شاملول غواړي۔ اولس مشر ووئيل ښه قامي پرمختګ له د ترهه ګرۍ خاتمه ضروري ده او هېواد كښې د ترهه ګرۍ نوۍ لړۍ به د پښو لاندې كولې شي۔ اولس مشر ممنون حسېن ووئيل د قبائيلي سيمو د سباٶن پرېكړه د ځائي اولس د هيلو له مخې كول پكار ده او هيله ده چې دا معامله به زر هواره شي۔ اولس مشر ووئيل د بدعنوانه عناصرو احتساب سره قامي پرمختګ باوري كېدې شي ٬ هېواد څخه د بدعنوانۍ لعنت ختمولو لپاره د بدعنوانۍ د مخنيوي سختو قوانینو نافذ كولو ته اړتيا ده۔ ده ووئيل دا خبره د خوشحالۍ ده چې د تېرو درې كلونو په مهال د کرپشن يوه پېښه هم نه ده رامخې ته شوې۔ ده ووئيل د چین پاکستان اقتصادی راهدارۍ پروژه د روانې پيړۍ یادګار دے كومې سره به چې د ټولې سيمې تقدیر بدل شي۔ اولس مشر ووئيل پاکستان كښې پرمختګ او استحکام د جمهوری عمل تسلسل سره تړون لري ځكه چې د جمهوری نظام څخه د انحراف په نتيجه كښې تل له هېواد ته زيان شوے۔اولس مشر ووئيل قامی پرمختګ لپاره بايد ځوانانو له تعلیم سره سره اخلاقی تربیه وركړې شي۔ ده ووئيل د ښه قیادت معیار د قام په ایماندارۍ او دیانتدارۍ سره خذمت کول دي۔ اولس مشر هيله څرګنده كړه چې پاکستان كښې به نه يوازې نړيوال کرکټ بحال شي بلکې د لوبو نورې نړيوالې مقابلې به هم دلته كېږي۔ ده ووئيل د حسن ابدال كېډټ كالج د هېواد دفاع او خذمت له ځوانانو له معیاری تعلیم او تربيه وركولو كښې مهم كردار ترسره كوي۔ ده هيله څرګنده كړه چې کالج به د جدید دور د تقاضو له مخې ځوانانو له معیاری تعلیم وركول روان وساتي










