عمان 08 مئي (اے پي پي) د عرب هېوادونو نمائنده پارلماني اتحاد د فلسطين په غرب اردن سيمه كښې د يهوديانو د آباد کارۍ منصوبې په سختو ټكو غندنه كړې ده۔ د فلسطين د اطلاعات مركز له مخې عمان كښې د عرب پارلماني اتحاد دفتر لخوا په جاري بيان كښې وئيلي شوي د امريکې لخوا فلسطين كښې د اسرائيل تسلط قائمولو لپاره د وړاندې كړي سنچري ډيل مقصد د فلسطين …
عرب پارلماني اتحاد په الخليل كښې د يهوديانو د آبادکارۍ د منصوبې غندنه وكړه
عمان 08 مئي (اے پي پي) د عرب هېوادونو نمائنده پارلماني اتحاد د فلسطين په غرب اردن سيمه كښې د يهوديانو د آباد کارۍ منصوبې په سختو ټكو غندنه كړې ده۔ د فلسطين د اطلاعات مركز له مخې عمان كښې د عرب پارلماني اتحاد دفتر لخوا په جاري بيان كښې وئيلي شوي د امريکې لخوا فلسطين كښې د اسرائيل تسلط قائمولو لپاره د وړاندې كړي سنچري ډيل مقصد د فلسطين تشخص، عرب او اسلامي آثار ورانول دي دغسې چې فلسطين كښې د يهوديانو آباد کاري او پراختيا په يوه لويه منصوبه لاس پورې كړې شي۔ بيان كښئ وئيلي شوي د اسرائيل په الخليل ښار كښې د يهوديانو آباد کاري او د پراختيا منصوبه اشتعال پېدا كولو سره سره نسل پرستانه ده چې پكښې د ټولو نړيوالو قوانين او نريوالو حقونو خلاف ورزي شوې ده۔ بيان كښې وئيلي شي اسرائيل د فلسطين وګړي د اسلامي دود دستور له مخې د مذهبي عبادتونو ادا كولو نه د منع كولو په رويه عمل كوي











