لندن 08 مئی (اے پی پی) برتانیه كښې د كورونا وائرس له امله د مړو شميره 30615 څخه زياته شوې،چارواكو له مخې د هيواد په بيلو سيمو كښې د وائرس له امله نور 539 كسان مړه شوي۔ د جمعې په ورځ د برتانيې نشریاتی ادارې له مخې د تيرو 24 ساعتو په مهال برتانیه كښې د كورونا 86583 ټیسټونه شوي۔ دغسې تر اوسه هيواد كښې د كورونا وائرس ټول 15 …
برتانیه كښې د كورونا وائرس له امله د مړو شميره 30615 څخه زياته شوه
لندن 08 مئی (اے پی پی) برتانیه كښې د كورونا وائرس له امله د مړو شميره 30615 څخه زياته شوې،چارواكو له مخې د هيواد په بيلو سيمو كښې د وائرس له امله نور 539 كسان مړه شوي۔ د جمعې په ورځ د برتانيې نشریاتی ادارې له مخې د تيرو 24 ساعتو په مهال برتانیه كښې د كورونا 86583 ټیسټونه شوي۔ دغسې تر اوسه هيواد كښې د كورونا وائرس ټول 15 لكهه ټیسټونه شوي۔ برتانیه كښې د كورونا وائرس رنځورانو شميره 206715 ته رسيدلې۔ بلخوا د برتانیې خارجه وزير ډومینك راب وئيلي دي مونږ ټول هيواد كښې د مړو شميره كښې په زياتوالې تشویش لرو او د بحران په مهال كیئر هومز كښې حفاظتی لباس او سامان زمونږ لپاره امتحان ؤ۔ده ووئيل هيواد كښې د كورونا وائرس انفیكشن ریټ تناسب اوس اعشاریه ٥ او د اعشاریه ٩ ترمينځه دے۔ ده ووئيل مونږ په برتانیه كښې په بنديزونو په سختۍ سره عمل كړې ځكه اوس برتانيه راروان پړاؤ لپاره سوچ كولې شي











