ماسكو 07 مئی (اے پی پی) د روس صدر ولادیمیر پیوټن ماسكو كښې په لاك ډاءون كښې نرمي كړې او پیداواري او تعمیراتی هلې ځلې ئې د 12 مئی څخه د بيا پيل كولو منظوری وركړې۔د هيواد ميډيا له مخې دا منظوري د ماسكو میئر سرګئی سوبیانن په خواست وركړې شوې۔ په دې موقع صدر پیوټن ووئيل زه په ذاتی توګه هم د دې منصوبې مرستيال او په دې خبره …
د روس صدر ماسكو كښې د پیداواري او تعمیراتی هلو ځلو بيا پيل كولو منظوري وركړه
ماسكو 07 مئی (اے پی پی) د روس صدر ولادیمیر پیوټن ماسكو كښې په لاك ډاءون كښې نرمي كړې او پیداواري او تعمیراتی هلې ځلې ئې د 12 مئی څخه د بيا پيل كولو منظوری وركړې۔د هيواد ميډيا له مخې دا منظوري د ماسكو میئر سرګئی سوبیانن په خواست وركړې شوې۔ په دې موقع صدر پیوټن ووئيل زه په ذاتی توګه هم د دې منصوبې مرستيال او په دې خبره باور لرم چې په وړومبي پړاؤ كښې ګڼ شمير كاروباري، صنعتې او تعمیراتې ادارو د هلو ځلو پيل كولو جواز نه لرلو ۔ میئر سوبیانن وئيلي دي چارواكي پايه تخت كښې صنعتی او تعمیراتی څانګو كښې ھلې ځلې پيل كولو لپاره چمتو دي، ده ووئيل د كورونا وائرس څخه تحفظ شرائط به 12 مئی نه پس هم دوامدار وي











