واشنګټن 07 مئی (اے پی پی) د امریكې صدر ډونلډ ټرمپ د ایران په ضد خپل جنګی اختیارات د محدود كولو په اړه د كانګریس دواړو ايوانونو كښې جمع قراردادنه ویټو كړې دي۔د برتانيې خبر رسنې ادارې له مخې سپينې ماڼۍ د اړخه جاري بيان كښې د امریكې صدر ډونلډ ټرمپ وئيلي دي د ایران په ضد د پوځ استعمال مخ نيوي په اړه د امریكې ډیموكریټس معارفي كړي قرارداددونه …
د امریكې صدر ډونلډ ټرمپ د ایران په ضد خپل جنګي اختیارات د محدود كولو قرارداد ویټو كړو
واشنګټن 07 مئی (اے پی پی) د امریكې صدر ډونلډ ټرمپ د ایران په ضد خپل جنګی اختیارات د محدود كولو په اړه د كانګریس دواړو ايوانونو كښې جمع قراردادنه ویټو كړې دي۔د برتانيې خبر رسنې ادارې له مخې سپينې ماڼۍ د اړخه جاري بيان كښې د امریكې صدر ډونلډ ټرمپ وئيلي دي د ایران په ضد د پوځ استعمال مخ نيوي په اړه د امریكې ډیموكریټس معارفي كړي قرارداددونه د سپكاوي وړ او د قانون او حقائقو په ضد دي كوم چې ریپبلكن پارټی وېشلو له سږ كال تر 3 نومبر كيدونكو ټاكنو كښې كاميابۍ له وړاندې كړی شوي وؤ۔ صدر ټرمپ وئيلي دي قرارداد كښې د امریكې دفاع په اړه د ترلاسه آئینی اختیاراتو غلط تشریح شوې ۔ دا خبره دې ياده وي دا قرارداد مارچ كښې ایوان نمائندګان او اپریل كښې د سینیټ غړو پاس كړے ؤ











