نوې ډيلې 07 مئی (اے پی پی) هند كښې د كورونا وائرس له امله د ځپلې شوو كسانو شميره 50 زره څخه زياته شوې، هيواد كښې د وائرس له امله د مړو شميره تندۍ سره زياتيږي او د تيرو 24 ساعتو په مهال 3591 نوې كيسونه رامخې ته شوي۔ د زيارت په ورځ د هند ميډيا له مخې هند كښې د كورونا وائرس له امله ځپلې شوي نور 89 رنځوران …
هند كښې د كورونا وائرس له امله د ځپلې شوو كسانو شميره 52 زره څخه زياته شوه ، 1783 كسان مړه
نوې ډيلې 07 مئی (اے پی پی) هند كښې د كورونا وائرس له امله د ځپلې شوو كسانو شميره 50 زره څخه زياته شوې، هيواد كښې د وائرس له امله د مړو شميره تندۍ سره زياتيږي او د تيرو 24 ساعتو په مهال 3591 نوې كيسونه رامخې ته شوي۔ د زيارت په ورځ د هند ميډيا له مخې هند كښې د كورونا وائرس له امله ځپلې شوي نور 89 رنځوران مړه شوې دي ٬ دې نه پس په هيواد كښې د مړو شميره 1783 ته رسيدلې ده۔ د هند بيلو رياستونو او د مركز د سيورې لاندې سيمو كښې د كورونا له امله تر اوسه په مجموعی 52952 كیسونه تصدیق شوي چې پكښې 111 غیر ملكی رنځوران شامل دي۔د هند د روغتيا وزارت د اړخه جاري شميرې له مخې كورونا وائرس د هيواد په 33 ریاستونو او د مركز د سيورې لاندې سيمو كښې خپور شوے۔ كورونا وائرس له امله تر ټول زيات مهاراشټر رياست ځپلې شوې چرته چې صورتحال پرله پسې تشویشناك دے او تيره ورځ د 1233 نوو كيسونو نه پس ریاست كښې د ځپلې شوو كسانو شميره 16758 ته رسيدلې ده ۔ په دې مهال مهاراشټر كښې نور 34 كسان مړه شوي چې ورسره د كورونا له امله د مړو شميره 651 ته رسيدلې د











