برازیل كښې كورونا وائرس په تندۍ خپريږي، د مړو شميره 8588 نه زياته شوه

برازیلیه 07 مئی (اے پی پی)د جنوبی امریكې هيواد برازیل كښې د كورونا وائرس په تندۍ سره خپريږي او په هيواد كښې د مړو مجموعی شميره 8588 څخه زياته شوې۔ د زيارت په ورځ د امریكې ميډيا له مخې برازیل كښې تيره ورځ 615 كسان مړه شوي۔ دا د جنوبی امریكې هيواد كښې تر اوسه په يوه ورځ كښې تر ټولو زيات مړي دي ۔ برازیل د روغتيا محكمې له …

برازیلیه 07 مئی (اے پی پی)د جنوبی امریكې هيواد برازیل كښې د كورونا وائرس په تندۍ سره خپريږي او په هيواد كښې د مړو مجموعی شميره 8588 څخه زياته شوې۔ د زيارت په ورځ د امریكې ميډيا له مخې برازیل كښې تيره ورځ 615 كسان مړه شوي۔ دا د جنوبی امریكې هيواد كښې تر اوسه په يوه ورځ كښې تر ټولو زيات مړي دي ۔ برازیل د روغتيا محكمې له مخې دې نه پس هيواد كښې د كورونا وائرس له امله د مړو شميره 8588 ته رسيدلې ده۔ برازیل د روغتيا وزير نیلسن ټیچ وئيلي دي حكومت د هيواد په بيلو ښارونو كښې تر ټولو زياتو ځپلو سيمو كښې د لاك ډاوَن پريكړه كړې ده۔ د برازیل صدر تر اوسه د كورونا وائرس وبا سنګینۍ څخه انكار كولو او د وګړو د كار كولو لپاره به ئې ډاډګيرنه كوله۔ برازیل كښې كورونا وائرس دا مهال په تندۍ سره خپريږي او د مصدقه رنځورانو شميره 126611 ته رسيدلې ده