ملګري ملتونه 07مئي (اے پي پي) د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر انتونيو ګوټررېس د ګردې نړۍ په حكومتونو زور رواړے چې ھغوي د كرونا وائرس وباء مخ نيوي په لړ كښې د اربونو په شمېر د معذوره كسانو خاص خيال اوساتي۔ دا خبره ده د معذوره كسانو په اړه د مطالعاتي راپور اجراء په موقع خپل بيان كښې كړې ۔ ده ووئيل په عامه وضعه كښې هم د معذوره كسانو …
د كرونا وائرس په وباء كښې معذوره كسان ياد اوساتې ۔ د انتونيو گوټرېس
ملګري ملتونه 07مئي (اے پي پي) د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر انتونيو ګوټررېس د ګردې نړۍ په حكومتونو زور رواړے چې ھغوي د كرونا وائرس وباء مخ نيوي په لړ كښې د اربونو په شمېر د معذوره كسانو خاص خيال اوساتي۔ دا خبره ده د معذوره كسانو په اړه د مطالعاتي راپور اجراء په موقع خپل بيان كښې كړې ۔ ده ووئيل په عامه وضعه كښې هم د معذوره كسانو د تعليم، د صحت خيال ساتل او د آمدن موقعو ته رسنې يا په ټولنه كښې د برخې اخستو امكان كم وي۔ ده ووئيل وبائي رنځونه د مساوات نتوالي سره لا خطرات راپېدا كوي۔











