برلن 06 مئی (اے پی پی) اروپائي كميشن د پیش قدمۍ ترمخه حكومتونو ،ګڼو تنظیمونو او ځينې كسانو خخه د كورونا وائرس تحقیق او د هغې ویكسین جوړولو لپاره اربونه ډالره جمع كړي۔د المان ميډيا له مخې د فنډ ریزنګ كوربتوب اروپائي كميشن كړے ؤ چې پكښې د ګڼو هيوادونو پشمول المان، ناروے، فرانس، برتانیې، اټاليا ، جاپان او سعودی عرب ګډون كړے ؤ۔ د دغې هيوادونو لارښودو وئيلي دي …
اروپائي ائتلاف د كورونا ویكسین جوړولو لپاره 7.4 بلیونه يورو جمع كړل
برلن 06 مئی (اے پی پی) اروپائي كميشن د پیش قدمۍ ترمخه حكومتونو ،ګڼو تنظیمونو او ځينې كسانو خخه د كورونا وائرس تحقیق او د هغې ویكسین جوړولو لپاره اربونه ډالره جمع كړي۔د المان ميډيا له مخې د فنډ ریزنګ كوربتوب اروپائي كميشن كړے ؤ چې پكښې د ګڼو هيوادونو پشمول المان، ناروے، فرانس، برتانیې، اټاليا ، جاپان او سعودی عرب ګډون كړے ؤ۔ د دغې هيوادونو لارښودو وئيلي دي د كوم هم ممكنه ویكسین شته والې او تر هغې رسنه بايد هر يو هيواد له يو شان او په يوه بيعه وي۔ راپور له مخې نړيوال لارښودو كورونا وائرس ویكسین او درملنې لپاره د 7.4 بيليونه يورو هدف مقرر كړے ؤ كوم چې تر درې ساعته روان ټېلی ميراتھون نه پس بشپړ شو











