دمشق ۔ 8 مارچ (اے پی پی) جنګ ځپلي هېواد سوريه كښې يوه لويه ترافيكي پېَښه كښې د لږ تر لږ 32 كسانو د مړ كېدو تصديق شوې دې۔ دا پېښه هغه مهال رامخې ته شوه كله چې د تېلو يو ټېنكر دوه بسونو سره ټكر كېدو نه وروستو په 15 نورو موټر دپاسه ورغلو۔ د پېښې سبب د تېلو ټېنكر د برېك فېل كېدل ښودلې شوي دي۔ د سوريه …
سوريه كښې ترافيكي پیښه ٬ 30 نه زيات كسان مړه

مزید خبریں
دمشق ۔ 8 مارچ (اے پی پی) جنګ ځپلي هېواد سوريه كښې يوه لويه ترافيكي پېَښه كښې د لږ تر لږ 32 كسانو د مړ كېدو تصديق شوې دې۔ دا پېښه هغه مهال رامخې ته شوه كله چې د تېلو يو ټېنكر دوه بسونو سره ټكر كېدو نه وروستو په 15 نورو موټر دپاسه ورغلو۔ د پېښې سبب د تېلو ټېنكر د برېك فېل كېدل ښودلې شوي دي۔ د سوريه د داخله وزارت راپور له مخې پېښه كښې 77 كسان ژوبل شوي هم دي كومو كښې چې د ځينو حالت د اندېښنې وړ دې۔ له دې كبله د مړو شمېره كښې د زياتوالي امكان څرګند كړې شوې دې۔ د راپور له مخې په مړو شويو كښې زياتره شمېره د عراقي زائرينو ده۔ دا پېښه د دمشق ښار خوا ته په هغه ستره لاره رامخې ته شوې ده كومه چې پلازمينه حمص سره تړي۔











