
ډھاکه ۔ 31 دسمبر (اے پی پی) بنګله دېش پریمیئر لیګ كښې سبا د زيارت په ورځ نور دوه مېچونه كېږي۔ د ليګ په 29 م مېچ كښې به مقابله د راجشاهی رائلز او رنګپور رېنجرز لوبډلو ترمينځھ وي۔ راجشاهی ته د پاكستان نوموړي آل رائونډر شعېب ملک خذمات ترلاسه دي۔ په نورو لوبغاړو كښې اېنډرے رسل، روی بوپارہ او محمد عرفان شامل دے۔ د رنګپور رېنجرز لوبډله به د آسټرېلوی آل راؤنډر شین واټسن په مشرۍ كښې مېدان ته كوزيږي۔ په دغه ورځ به دوهم مېچ د سلهټ تھنډر او کومېلا واریئرز ترمينځھ كېږي