پېنډې 29 دسمبر (اے پي پي) د پاكستان اوپن ټېن پن باٶلنګ چېمپئن د انډر 16 ټائټل دانيال الرحمان وګټلو. په دې مقابلو كښې عبدالرافع ثاقت دويم او ايازالرحمان دريم پوزيشن ترلاسه كړے. دا چېمپئن شپ د پاكستان ټېن پن باٶلنګ فېډرېشن تر سيوري لاندې روان دے. د انډر 16 په مقابلو كښې عبدالواصع ثاقت په څلورم نمبر راغلے. د چېمپئن شپ وروستې دستوره به ﴿سبا﴾ د نهې په ورځ كېږي چې پكښې به بريا ترلاسه كوونكو لوبغاړو ته انعامات وركولې شي.