د کراچۍ ټیسټ، پاکستان سری لنکا ته په دوهم ټېسټ مېچ كښې 263 رنزونو سره ماتې وركولو سره سيريز وګټلو

کراچۍ۔ 23 دسمبر (اے پی پی) پاکستان د دوه ټېسټ مېچونو سيريز په دوهم مېچ كښې د سري لنكا كركټ لوبډلې ته 263 رنز سره ماتې وركولو سره نه يوازې سيريز 1-0 سره ګټلې بلكې د ورلډ ټېسټ چیمپئن شپ يو مېچ كښې ئې كاميابي هم ترلاسه كړې۔ په ورلډ ټېسټ چېمپئن شپ كښې د پاكستان پوزيشن درېم لمبر ته راغلې۔ د پاکستان بېټسمېن عابد علی ته مېن آف دی …

کراچۍ۔ 23 دسمبر (اے پی پی) پاکستان د دوه ټېسټ مېچونو سيريز په دوهم مېچ كښې د سري لنكا كركټ لوبډلې ته 263 رنز سره ماتې وركولو سره نه يوازې سيريز 1-0 سره ګټلې بلكې د ورلډ ټېسټ چیمپئن شپ يو مېچ كښې ئې كاميابي هم ترلاسه كړې۔ په ورلډ ټېسټ چېمپئن شپ كښې د پاكستان پوزيشن درېم لمبر ته راغلې۔ د پاکستان بېټسمېن عابد علی ته مېن آف دی مېچ او مېن آف دی سیریز ایوارډ او کپتان اظهر علی ته وننګ ټرافي وركړې شوه۔ په نېشنل سټیډیم کراچی كښې د مېچ په اخيرنۍ ورځ د ګل په ورځ د 11 دقيقو په لوبه كښې په 16 بالونو د سري لنكا پاتې درې لوبغاړي وسوزولې شول۔ د سري لنكا لوبډلې پاتې درې لوبغاړو د تېرې ورځې 212 سكور كښې كومه اضافه ونكړې شوه۔ پاکستاني باؤلر نسيم شاه په 12.5 اوورز كښې 31 رنز وركولو سره 5 وكټونه ٬ یاسر شاہ په 20 اوورز كښې 2 وكټونه ٬ شاهین شاہ آفریدی، محمد عباس او حارث سهېل يو يو وكټ واخست۔ نسیم شاہ د 16 كالو 307 ورځو په عمر كښې په يو اننګ كښې 5 وكټونه ترلاسه كولو سره د نړۍ دوهم لوبغاړې جوړ شو۔ دې څخه وړاندې د پاكستان نسیم الغنی دا اعزاز د 16كالو 303 ورځو په عمر كښې ترلاسه كړې وو۔ مېچ كښې پاكستان ټاس ګټلو سره وړومبې بېټنګ كولو سره 191 رنز جوړكړې وو۔ په ځواب كښې سري لنكا 271 رنز جوړولو سره د 80 رنز برتري ترلاسه كړې وه۔ د پاكستانۍ لوبډلې څلور واړو بېټسمېنانو شان مسعود، عابد علی، کپتان اظهر علی او بابراعظم په دوهم اننګز كښې سنچريانې كولو سره د قامي لوبډلې په ضد د 80 برتري ختمولو سره 555 رنز جوړولو سره سري لنك لوبډلې ته د 476 رنز ټارګټ وركړې وو۔ ددې په ځواب كښې د سري لنكا ټوله لوبډله 212 رنز جوړولو سره آؤټ شوه او دغسې پاكستان 263 رنزونو سره دا مېچ وګټلو۔ عابد علي ته په غوره بېټنګ كولو مېن آف دي مېچ او مېن آف دي سيريز ايوارډ وركړې شو