په راتلونكو ټاكنو كښې به هغه څوك بريالې كېږي كوم چې د اولس ستونزې حل كړي بايد نېشنل ايكشن پلان جاري وساتلې شي

كراچۍ 02 جنوري (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق وئېلي دي چې په راتلونكو ټاكنو كښې به هغه څوك بريالې كېږي كوم چې د اولس ستونزې حل كړي بايد نېشنل ايكشن پلان جاري وساتلې شي٬څوك چې مو سپيكر نه مني هغه قانون او سوګند نه مني٬د ټاكنو د اصلاحاتو كمېټي چې كوم وړاندېزونه وكړي عملي كولې به شي۔ده دا خبرې د ګل په ورځ د قامي …

كراچۍ 02 جنوري (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق وئېلي دي چې په راتلونكو ټاكنو كښې به هغه څوك بريالې كېږي كوم چې د اولس ستونزې حل كړي بايد نېشنل ايكشن پلان جاري وساتلې شي٬څوك چې مو سپيكر نه مني هغه قانون او سوګند نه مني٬د ټاكنو د اصلاحاتو كمېټي چې كوم وړاندېزونه وكړي عملي كولې به شي۔ده دا خبرې د ګل په ورځ د قامي اسمبلۍ غړي ساجد احمد د مور او ورور په مړينه د غمرازۍ كولو او د ذوالفقار مرزا د مور په مړينه د غمرازۍ كولو نه پس خبريالانو سره په خبرو كښې وكړی۔ده ووئيل چې د اولس ستونزې چې څوك حل كړي د كال 2018م په ټاكنو كښې به بريالې كېږي۔ده ووئيل چې سي پیك پروژه راتلونكو نسلونو لپاره ډېره مهمه ده٬دې سره به نه يوازې د پاكستان بلكې د منطقې تقدير بدل شي۔ده ووئيل چې د ټاكنو د اصلاحاتو كمېټۍ چې كومه پريكړھ وكړه عملي كولې به شي او د كمېټۍ راپور به ډېر زر بھ قامي اسمبلۍ كښې وړاندې كړی شي۔ده ووئيل چې د آصف علي زرداري او د بلاول بهټو پشمول چې څوك هم ټاكل كېدو سره ايوان ته راځي نو هركلے به يې كوم

مزید خبریں