اسلام آباد 02 جنوري (اے پی پی) پاك چين اقتصادي راهداري نړۍ كښې روانه تر ټولو لويه پرمختيائي منصوبه ده٬د 51 ارب ډالرڅخه زيات ماليت دا منصوبه به پاكستان د تندرفتاره اقتصادي پرمختګ په لاره روان كړي٬ اوږده٬پراخا او محفوظه لاره ٬ د توان پروژې٬انډسټريل پاركس او ګوادر بندرځاې د ترهه ګرۍ ځپلي پاكستان له د روښانه سباؤن زيرې دې٬دې منصوبې سره به د منطقې درې اربه اولس ته ګټھ …
پاك چين اقتصادي راهداري نړۍ كښې روانه تر ټولو لويه پرمختيائي منصوبه ده
اسلام آباد 02 جنوري (اے پی پی) پاك چين اقتصادي راهداري نړۍ كښې روانه تر ټولو لويه پرمختيائي منصوبه ده٬د 51 ارب ډالرڅخه زيات ماليت دا منصوبه به پاكستان د تندرفتاره اقتصادي پرمختګ په لاره روان كړي٬ اوږده٬پراخا او محفوظه لاره ٬ د توان پروژې٬انډسټريل پاركس او ګوادر بندرځاې د ترهه ګرۍ ځپلي پاكستان له د روښانه سباؤن زيرې دې٬دې منصوبې سره به د منطقې درې اربه اولس ته ګټھ وشي۔د ګل په ورځ د منصوبه بندۍ٬پرمختګ او اصلاحاتو وزارت چارواكو اے پي پي ته ووئيل چې سي پیك دا لنډې مودې منصوبې به تر 18-2017 او د اوږدې مودې منصوبې به 2020 څخه تر 2030 پاې ته ورسي۔دوي ووئيل تېره اونۍ بيجنګ كښې د شريكې مرستې په شپږمه غونډه كښې د سي پیك ترمخه په روانو منصوبو د پېشرفت جاج واخستې شو او په دې د اطمينان څرګندونه وشوه۔دوي ووئيل راروان كال كښې به په قامي ګرډ كښې لس زره مېګاواټ برېښنا شامل كړې شي په دې كښې به 5 زره د سي پیك منصوبو څخه ترلاسه شي











