اسلام آباد ۔ 31 دسمبر (اے پی پی) جسټس میاں ثاقب نثار د پاكستان د ستر قاضي په حېث د خپل منصب سوګند پورته كړې۔ د خالي په ورځ ايوان صدر اسلام آباد كښې اولس مشر ممنون حسېن د چيف جسټس سپريم كورټ آف پاكستان جسټس مياں ثاقب نثار څخه سوګند واخست۔ د سوګند پورته كولو په دستوره كښې وزیراعظم محمد نواز شریف، چیئرمېن سېنېټ میاں رضا ربانی، د قامي …
جسټس میاں ثاقب نثار د چيف جسټس په حېث سوګند پورته كړو
اسلام آباد ۔ 31 دسمبر (اے پی پی) جسټس میاں ثاقب نثار د پاكستان د ستر قاضي په حېث د خپل منصب سوګند پورته كړې۔ د خالي په ورځ ايوان صدر اسلام آباد كښې اولس مشر ممنون حسېن د چيف جسټس سپريم كورټ آف پاكستان جسټس مياں ثاقب نثار څخه سوګند واخست۔ د سوګند پورته كولو په دستوره كښې وزیراعظم محمد نواز شریف، چیئرمېن سېنېټ میاں رضا ربانی، د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار ایاز صادق، چیف آف آرمی سټاف قمرجاوېد باجوہ، وفاقي وزيرانو ٬ سېنټ كښې د حكومتي ډلې مشر راجه ظفر الحق ٬ د وزيراعظم د خارجه چارو سلاكار سرتاج عزیز، د ګلګت بلتستان اعلی وزير حافظ حفیظ الرحمن ، د آزاد كشمير اولس مشر سردار محمد مسعود خان ، د وسله والو ځواكونو مشرانو ٬ د سترې محكمې ججانو ٬ غېر ملكي سفارتكارو او په لوئے شمېر مشرانو وكيلانو ګډون وكړو۔











