اسلام آباد 30 دسمبر (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو دوهمې وزيرې مریم اورنګزېب د پېښور ټي وي نوموړي فنكار افتخار قېصر سره ټېلي فوني تماس ونيولو او د ھغه د صحت تپوس پوښتنه وكړه څوك چې دا مهال د ناروغتيا په سوب بستر دے۔ دوهمې وزيرې افتخار قېصر ته باور وركړو چې وفاقي حكومت به د ھغه هر ډول ممكنه طبي مرسته كوي۔ مريم اورنګزېب د افتخار قېصر …
مریم اورنګزېب د نوموړي فنكار افتخار قېصر د صحت تپوس پوښتنه وكړه
اسلام آباد 30 دسمبر (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو دوهمې وزيرې مریم اورنګزېب د پېښور ټي وي نوموړي فنكار افتخار قېصر سره ټېلي فوني تماس ونيولو او د ھغه د صحت تپوس پوښتنه وكړه څوك چې دا مهال د ناروغتيا په سوب بستر دے۔ دوهمې وزيرې افتخار قېصر ته باور وركړو چې وفاقي حكومت به د ھغه هر ډول ممكنه طبي مرسته كوي۔ مريم اورنګزېب د افتخار قېصر زر روغتيا لپاره دعا كولو سره د حكومت د عزم پخلې وكړو چې پاكستان كښې د فن او كلتور ودې او د فنكار ټولنې آسانۍ له به مرسته روانه ساتلے شي۔ افتخار قېصر د فنكاروانو خېر ښګړې له په كار كولو د حكومت مننه وكړه ۔











