اسلام آباد 30 دسمبر (اے پي پي)د امريكې خارجه وزير جان كېري د خزانې وزير اسحاق ډار سره د ټېلي فوني تماس د لارې د پاكستان د معاشي اشاريو د بهترۍ ستائنه كړې د خزانې وزیر جان كېري د اوسني معاشي پرمختګ او د پاكستان سټاك اېكسچېنج د صورتحال نه خبر كړو۔ ده ووئيل د تېرو درې كلونو په مهال ټولو معاشي اشاريو كښې ښه والې راغلے او د مېكرو …
د جان کېری وفاقي وزير اسحق ډار سره ټېلي فوني تماس ٬
اسلام آباد 30 دسمبر (اے پي پي)د امريكې خارجه وزير جان كېري د خزانې وزير اسحاق ډار سره د ټېلي فوني تماس د لارې د پاكستان د معاشي اشاريو د بهترۍ ستائنه كړې د خزانې وزیر جان كېري د اوسني معاشي پرمختګ او د پاكستان سټاك اېكسچېنج د صورتحال نه خبر كړو۔ ده ووئيل د تېرو درې كلونو په مهال ټولو معاشي اشاريو كښې ښه والې راغلے او د مېكرو اقتصادي استحكام نه پس اوس جامع معاشي پرمختګ او زيات ښه والې ترلاسه كولو ته پام ګرځولې شوې دے۔ جان كېري د پاكستان په معاشي بحالۍ د خزانې وزير ته مباركي وركولو سره ووئيل چې د نړيوال بانك صدر زه د سندھ طاس په لوظنانه د هند په ضد د پاكستان د ګيلې نه خبر كړې يم ۔ ده ووئيل امريكا دا مسئله په ښه ډول هوارول غواړي ۔د خزانې وزير ووئيل د سندھ طاس لوظنامه يوه نړيوال لوظنامه ده او د نړيوال بانك ذمه واري ده چې دا خبره باوري كړي چې هند د دې لوظنامې احترام وكړي ۔ ده ووئيل د پاكستاني اولس د اوبو حقونه محفوظ پكار دي ۔ ده ووئيل د ثالثۍ عدالت يوه قانوني تقاضا ده او نړيوال بانك دې د ثالثۍ د عدالت د چيئرمېن ټاكنه وكړي ۔ ده ووئيل په دې لړ كښې د نړيوال بانك صدر په دې رورستيو كښې تحريري او ټېلي فوني رابطه شوې ده۔ ده ووئيل د امريكي اصولي ملاتړ او د پاكستان قانوني حېثيت پكار دے۔ د خزانې وزير اسحق ډار د جان كېري مينځني ختيز كښې د امن عمل او د فلسطينيانو د حقونو پحقله د ھغه د بيان ستائنه وكړه۔











