اعلی وزير محمود خان د خېبر پختونخوا ضلعي او د تحصيل بار اېسوسي اېشن نوې ټاكلې شويو صدرانو ته مباركي

پېښور۔31مارچ (اے پی پی) د خېبر پختونخوا اعلی وزير محمود خان د پېښور په شمول د ګردې صوبې په ټولو ضلعي او د تحصيل بار اېسوسي اېشن په ټاكنو كښې نوې ټاكلې شويو صدرانو او ددوئي كابينې ته مباركي وركړې ده۔ د نوې ټاكلې شوي صدرانو او نورو عهدېدارانو په نامه د مباركۍ خپل پېغام كښې اعلی وزير ووئيل وكيلان د ټولنې يوه شعور لرونكې طبقه ده او اولس ٬ عدليه او حكومت دوئي څخه هيلې لري۔ اولس ته د انصاف رسنې سره سره د بشري حقونو او د جمهوريت سرلوړۍ او د ادارو استحكام لپاره هم د دوئي بشپړه كردار پاتې شوې دې۔ اعلی وزير هيله ولرله چې نوې ټاكلې شوې كابينه به اولس ته د فوري او آسان انصاف رسنې سره سره ټولنه كښې مېرټ او د قانون سرلوړۍ كښې د عدليه او حكومت دواړو مټې مضبوطې كړي۔