اسلام آباد ۔ 24 مارچ(اے پی پی) د آزاد كشمير وزيراعظم راجه فاروق حېدر خان وئيلي دي كشميرې اولس خپل پېدائشي حق له د ټوپك پورته كولو حق لري۔ هندوستان د حريت مشرتابه چاپېره ګهېرا تنګوي۔ پاكستان د كشمير مسئلې تر ټولو لوئے فريق دې۔ د ملګرو ملتونو غړې او زمونږ وكيل دې۔ مودی ټاكنو څخه وړاندې مقبوضه كشمير كښې او په اېل او سي وضعه خرابول غواړي۔ د لائن …
كشميرې اولس خپل پېدائشي حق له د ټوپك پورته كولو حق لري۔ هندوستان د حريت مشرتابه چاپېره ګهېرا تنګوي۔ پاكستان د كشمير مسئلې تر ټولو لوئے فريق دې۔ مودی ټاكنو څخه وړاندې مقبوضه كشمير كښې او په اېل او سي وضعه خرابول غواړي۔ د لائن آف کنټرول ځپليو له به د پاكستان حكومت بشپړه كردار ترسره كړي۔ د آزاد كشمير وزيراعظم راجه فاروق حېدر خان

مزید خبریں
اسلام آباد ۔ 24 مارچ(اے پی پی) د آزاد كشمير وزيراعظم راجه فاروق حېدر خان وئيلي دي كشميرې اولس خپل پېدائشي حق له د ټوپك پورته كولو حق لري۔ هندوستان د حريت مشرتابه چاپېره ګهېرا تنګوي۔ پاكستان د كشمير مسئلې تر ټولو لوئے فريق دې۔ د ملګرو ملتونو غړې او زمونږ وكيل دې۔ مودی ټاكنو څخه وړاندې مقبوضه كشمير كښې او په اېل او سي وضعه خرابول غواړي۔ د لائن آف کنټرول ځپليو له به د پاكستان حكومت بشپړه كردار ترسره كړي۔ ده د اتوار په ورځ اسلام آباد كښې خبري كنفرنس ته خطاب كولو۔ ده ووئيل مقبوضه كشمير كښې د بې ګناه وګړو په عامه وژنه نړيواله ورورولي بايد نوټس واخلي۔ ده ووئيل د مقبوضه کشمیر په روانه وضعه مو د او آئی سی عمومي سېكتر او د اروپائي ائتلاف بشري حقونو كمېټۍ ته خط ليكلې دې۔ پاكستان د تاؤ تريخوالې وضعې كمولو هڅه كوي او بلخوا هندوستان ددې په ځواب كښې مقبوضه كشمير كښې عام وګړي وژني۔ ده ووئيل د اروپائي پارلمان د بشري حقونو كمېټۍ د كشمير په وضعه بحث لويه كاميابي ده۔ ده ووئيل دغسې د یو اېن هیومن رائټس کمېشن راپور كشميري اولس لپاره لويه كاميابي ده۔ ده ووئيل پاكستان لپاره بايد څوك ستونزې رامخې ته نه كړي هغه زمونږ يوازنې وكيل دې۔ مونږ نه غواړو په پاكستان څوك تور ولګوي۔ د كشميريانو هڅې ددوئي خپلې دي۔ ده ووئيل كشميرې اولس د پاك پوځ په شا ولاړ دې۔ هندي عسكر كشميريانو لپاره د كركې علامت دې۔ ده خپل خطاب كښې ووئيل د وفاقي حكومت په مرسته به د 5 اربه روپو منصوبه پېل كړو۔










