د نيوزي لېنډ او بنګله دېشن ترمينځه دوهم يو ورځنې كركټ مېچ نن كېږي۔ كوربه لوبډلې ته د بنګله دېش په ضد د 1-0 برتري ترلاسه ده

کرائسټ چرچ ۔ 15 فروری (اے پی پی) د نيوزي لېنډ او بنګله دېشن ترمينځه دوهم يو ورځنې نړيوال كركټ مېچ نن د خالي په ورځ كرائسټ چرچ كښې كولې شي۔ ددرې مېچونو په سيريز كښې كوربه لوبډلې ته د بنګله دېش په ضد د 1-0 برتري ترلاسه ده۔ كيويز په اولني مېچ كښې بنګله دېش ته په 8 وكټونو سره ماتې وركړې وه۔ دا خبره دې ښكاره وي چې د دواړو لوبډلو ترمينځھ دريم او ورستې مېچ به د فرورۍ په 20 مه نېټه كولې شي۔ دې نه وروستو به د دواړو لوبډلو ترمينځھ د درې ټېسټ مېچونو سيريز كولې شي