مقبوضه كشمير كښې دې ټول سياسي بنديوان خوشې كړې شي۔ د رائې څرګندونې آزادي دې وركړې شي دغسې چې خلق خپله خبره وكړې شي۔ په تش لاسې اولس دې د وسلې كارول بند كړې شي۔ د پېلټ ګنز په وحشيانه توګه كارولو دې بندېز ولګولې شي۔ په مقبوضه كشمير كښې لګېدلې جارحانه او تور قانونونه دې بېرته واخستې شي۔ د مقبوضه كشمير مشرتابه ته دې د سفر اجازه وركړې شي دغسې چې هغه نړيوالې ورورولۍ ته خپل نقطه نظر وړاندې كړې شي۔د اولس مشر ډاكټر عارف علوي د كشمير يووالي ورځې په مهال د آزاد كشمير د قانون سازې اسمبلۍ خاص غونډې ته خطاب كښې له هند غوښتنه

اسلام آباد ۔ 5 فروری (اے پی پی) اولس مشر ډاكټر عارف علوي د كشمير يووالي ورځې په مهال د آزاد كشمير قانون سازې اسمبلۍ خاص غونډې ته خطاب كښې هند څخه غوښتنه كړې ده چې مقبوضه كشمير كښې دې ټول سياسي بنديوان خوشې كړې شي۔ د رائې څرګندونې آزادي دې وركړې شي دغسې چې خلق خپله خبره وكړې شي۔ په تش لاسې اولس دې د وسلې كارول بند كړې شي۔ د پېلټ ګنز په وحشيانه توګه كارولو دې بندېز ولګولې شي۔ په مقبوضه كشمير كښې لګېدلې جارحانه او تور قانونونه دې بېرته واخستې شي۔ د مقبوضه كشمير مشرتابه ته دې د سفر اجازه وركړې شي دغسې چې هغه نړيوالې ورورولۍ ته خپل نقطه نظر وړاندې كړې شي۔ د بشري حقونو نړيوالو مبصرينو ته دې تر مقبوضه وادۍ رسنه وركړې شي۔ د نړيوالې او سوشل ميډيا رابطې دې په ځائې وساتلې شي دغسې چې غلط او صحيح په ډاګه شي۔ اولس مشر ملګرو ملتونو څخه غوښتنه كولو سره ووئيل چې د مقبوضه كشمير صورتحال معلومولو له دې ملګري ملتونه يو فېكټ فائنډنګ مشن مقبوضه كشمير ته ولېږي دغسې چې د كشمير مسلمانانو او پاكستان سره كړې لوظونه وپاللې شي۔ د كشميري اولس ځانګړې قربانۍ به رنګ راوړي او د آزادۍ لمر به كه لوئے څښتن ته منظور وي ضرور راپورته كېږي۔ پاكستان به د آزاد كشمير پرمختګ لپاره خپل كردار ترسره كوي او دا سيمې ماډل سيمه جوړولو له به ټولې ترلاسه وسيلې كارولې شي۔ د مقبوضه كشمير آزادۍ له به پاكستان خپل بشپړ سياسي ٬ سفارتي او اخلاق ملاتړ جاري ساتي۔ اولس مشر ډاكټر عارف علوي د آزاد كشمير قانون سازې اسمبلۍ په خاص غونډه كښې ګډون وكړو دغسې چې آزادۍ لپاره د كشميري اولس د روانو هڅو ملاتړ وكړې شي۔ غونډې ته خطاب كښې اولس مشر ووئيل په كشمير حق يواځې د كشميري اولس دے او ددې پرېكړه به هم دوئي كوي۔ اولس مشر ووئيل د فرورۍ 5 مه نېټھ يوه ډېره مهمه ورځ ده او په دې ورځ ملګرو ملتونو خپلو پخوانو قراردادونو ترمخه د يو نوي قرارداد د لارې د كشميريانو د خپلواكۍ حق منلې وو او ځكه مونږ هر كال دا ورځ د كشمير يووالي په توګه لمانځو۔ اولس مشر د يورپ او فلسطين حواله وركولو سره ووئيل د يهوديانو په ضد تحريكونو سره نه خو يهود ختم شول او نه په فلسطين كښې روانو ظلمونو سره د فلسطينانو جذبه كمزورې كړې شوه۔ په فلسطين كښې زېږېدلې ماشوم چې كله د كانړي پورته كولو جوګه شي نو هغه كانړې پورته كوي۔ ده ووئيل هند چې څومره هم هڅه وكړې د كشميريانو د آزادۍ خواهش ختمولې نه شي۔ اولس مشر ووئيل تارخ موجود دې چې په ډوګره راج كښې كشمير خرڅ كړې شوې د كوم چې په نړيوال تاريخ كښې تصور هم كېدې نه شي۔ اولس مشر ووئيل د كشمير د آزادۍ هڅې به روانې وي۔ ده ووئيل ما په خپل سياسي ژوند كښې پرله پسې كتلي دي چې پاكستان تل د كشميري اولس ملاتړ كړې دې او كله هم ترې شاته شوې نه دې۔ ده ووئيل د سوشل ميډيا د لارې چې نن نړۍ ته څومره پېغامونه او عكسونه تلي دي دې سره به نړۍ مقبوضه كشمير كښې د هندي ظلمونو څخه خبر شي۔ اولس مشر ووئيل د پاكستان ټول سياسي ګوندونه د كشمير په مسئله يو موټي دي او يو موټي به وي۔ ده ووئيل پاكستان د كشمير مسئلې وكيل دې۔ ده ووئيل هند ټول عمري حيلې بهانې كولو سره د كشمير په مسئله پاكستان سره خبرو كولو څخه د تېښتې لاره خپله كړې۔ هند بايد له خپلو ظلمونو شرم وكړي ولې چې كشميرې اولس هند سره پاتې كېدل نه غواړي۔ ده ووئيل پاكستان دا ګڼي چې د مسئلو حل د امن د لارې ممكن دے۔ ده ووئيل د پولې دې غاړه ځوان سره چې كوم آپشن پاتې نه شي نو هغه جهاد لپاره بهر وځي۔ د دوئي قربانۍ به رنګ راوړي او د آزادۍ هڅې به ضرور كاميابېږي۔ ده ووئيل دا مهال په مقبوضه وادۍ كښې 7 لكه پوځ دے او د هر 7 نه تر 10 كشميري وګړو لپاره يو عسكر دے كوم چې هند لپاره ګران ثابتېږي۔ ده ووئيل د جواهر لعل نهرو نه واخله تر دې دمه زمونږ په ضد هند سازشونه كړې دي او مونږ ټول عمري د ملګرو ملتونو د خپلواكۍ په قراردادونو باور كړې او تل مو په دې اړه ملګرو ملتونو ته د خپل كردار ترسره كولو وئيلي دي۔ ده د خپل خطاب په پايه كښې ملګرو ملتنو څخه غوښتنه وكړه چې مقبوضه كشمير كښې دې ټول سياسي بنديوان خوشې كړې شي۔ د رائې څرګندونې آزادي دې وركړې شي دغسې چې خلق خپله خبره وكړې شي۔ په تش لاسې اولس دې د وسلې كارول بند كړې شي۔ د پېلټ ګنز په وحشيانه توګه كارولو دې بندېز ولګولې شي۔ په مقبوضه كشمير كښې لګېدلې جارحانه او تور قانونونه دې بېرته واخستې شي۔ د مقبوضه كشمير مشرتابه ته دې د سفر اجازه وركړې شي دغسې چې هغه نړيوالې ورورولۍ ته خپل نقطه نظر وړاندې كړې شي۔ د بشري حقونو نړيوالو مبصرينو ته دې تر مقبوضه وادۍ رسنه وركړې شي۔ د نړيوالې او سوشل ميډيا رابطې دې په ځائې وساتلې شي دغسې چې غلط او صحيح په ډاګه شي۔ اولس مشر ملګرو ملتونو څخه غوښتنه كولو سره ووئيل چې د مقبوضه كشمير صورتحال معلومولو له دې ملګري ملتونه يو فېكټ فائنډنګ مشن مقبوضه كشمير ته ولېږي دغسې د كشمير مسلمانانو او پاكستان سره كړې لوظونه وپاللې شي۔ د كشميري اولس ځانګړې قربانۍ به رنګ راوړي او د آزادۍ لمر به كه لوئے څښتن ته منظور وي ضرور راخېژي۔ پاكستان به د آ۔اد كشمير پرمختګ لپاره خپل كردار ترسره كوي او دسيمې ماډل سيمه جوړولو له به ټولې ترلاسه وسيلې كارولې شي۔ د مقبوضه كشمير آزادۍ له به پاكستان خپل بشپړ سياسي ٬ سفارتي او اخلاق ملاتړ جاري ساتي او ستاسو د هڅو ستائنه كوي۔ ده كشميري اولس باور وركړو چې پاكستان تاسو سره ولاړ دے۔ دې نه وړاندې كله چې اولس مشر مظفر آباد ته ورسېدو نو ده د شهيدانو په يادګار د ګلونو څادر خپور كړو او فاتحه ئې ولوسته۔ د غونډې پېل د قرآن كريم تلاوت څخه وكړې شو۔ په دې مهال نعت خواني هم وكړې شوه۔ دې سره سره د اېل او سی دواړو اړخونو ته د هندي پوځ په ډزو د شهيد شويو روحونو ته ثواب رسولو له دعا هم وكړې شوه۔ غونډې ته د آزاد كشمير وزيراعظم راجه فاروق حېدر خان او نورو سياسي لارښودو هم خطاب وكړو۔ خپل خطاب كښې دوئي د كشمير په اړه د پاكستان د كردار ستائنه كولو سره سره د پاكستاني اولس ٬ حكومت او ادارو مننه هم وكړه۔