حكومت په ټول هېواد كښې ﴿نن﴾ د عامې رخصتې اعلان وكړو

اسلام آباد 04 فروري (اے پي پي) د پاكستان حكومت ﴿نن﴾ د فرورې په 5مه نېټه په څلورو واړو صوبو٬ ګلګت بلتستان٬ آزاد جمو كشمير او د اسلام آباد پشمول په ټول هېواد كښې د عامې رخصتې اعلان كړے۔ د كورنيو چارو د وزارت لخوا د ګل په ورځ جاري شوي بيان له مخې د مقبوضه كشمير اولس سره د يووالي څرګندونې لپاره به ﴿نن﴾ د نهې په ورځ سهار په لس بجې د يوې دقيقې خاموشي اختيارولې شي۔ اولس ته هم خواست شوے چې كشميري شهيدانو ته د عقيدت پېرزوينه وړاندې كولو لپاره دې په ټاكل شوي وخت د يوې دقيقې خاموشي اختيار كړي