د آسټرېليا او سري لنكا د كركټ لوبډلو ترمينځھ دوهم او وروستې ټېسټ مېچ به ﴿نن﴾ پېل كېږي

کېنبرا 31 جنوري (اے پي پي) د آسټرېليا او سري لنكا د كركټ لوبډلو ترمينځھ دوهم او وروستې ټېسټ مېچ به ﴿نن﴾ د جمعې په ورځ د فرورۍ په وړومبې نېټه په كېنبرا كښې پېل كېږي۔ كوربه كېنګروز ته په سيريز كښې د سري لنكا په ضد د 1-0 برتری ترلاسه ده۔ کېنګروز آئی لېنډرز ته په اولني مېچ كښې د يوې اړخيزې مقابلې څخه وروستو يو اننګز او 40 …

کېنبرا 31 جنوري (اے پي پي) د آسټرېليا او سري لنكا د كركټ لوبډلو ترمينځھ دوهم او وروستې ټېسټ مېچ به ﴿نن﴾ د جمعې په ورځ د فرورۍ په وړومبې نېټه په كېنبرا كښې پېل كېږي۔ كوربه كېنګروز ته په سيريز كښې د سري لنكا په ضد د 1-0 برتری ترلاسه ده۔ کېنګروز آئی لېنډرز ته په اولني مېچ كښې د يوې اړخيزې مقابلې څخه وروستو يو اننګز او 40 منډو سره ماتې وركړې وه۔ په اولني مېچ كښې د زړه پورې كاميابۍ ترلاسه كولو لامله د آسټريليا لوبغاړو مورال لوړ دے او اوس هغوي دوهم او وروستي ټېسټ مېچ ګټلو سره سيريز كښې د سري لنكا وائټ واش كولو ته سترګې په لار دي۔ بلخوا مېلمه لوبډله سري لنكا دا مېچ ګټلو سره سيريز برابرول غواړو۔ هيله ده چې مقابله به ډېره خوندوره وي۔

مزید خبریں