د آسټرېليا او سري لنكا كركټ لوبډلو ترمينځھ دوهم او وروستې ټېسټ مېچ د فرورۍ اولنۍ نېټې څخه پېل كېږي۔ كېنګروز ته سيريز كښې د 1-0 برتری ترلاسه ده

کېنبرا۔ 27 جنوری(اے پی پی) د آسټرېليا او سري لنكا كركټ لوبډلو ترمينځھ دوهم او وروستې ټېسټ مېچ د فرورۍ اولنۍ نېټې څخه كېنبرا كښې پېل كېږي۔ كوربه كېنګروز ته په سيريز كښې د سري لنكا په ضد د 1-0 برتری ترلاسه ده۔ کېنګروز آئی لېنډرز ته په اولني مېچ كښې د يوې اړخيزې مقابلې څخه وروستو يو اننګز او 40 رنزونو سره ماتې وركړې وه۔ په اولني مېچ كښې …

کېنبرا۔ 27 جنوری(اے پی پی) د آسټرېليا او سري لنكا كركټ لوبډلو ترمينځھ دوهم او وروستې ټېسټ مېچ د فرورۍ اولنۍ نېټې څخه كېنبرا كښې پېل كېږي۔ كوربه كېنګروز ته په سيريز كښې د سري لنكا په ضد د 1-0 برتری ترلاسه ده۔ کېنګروز آئی لېنډرز ته په اولني مېچ كښې د يوې اړخيزې مقابلې څخه وروستو يو اننګز او 40 رنزونو سره ماتې وركړې وه۔ په اولني مېچ كښې د زړه پورې كاميابۍ ترلاسه كولو لامله د آسټريليا لوبغاړو د مورال كچه پورته ده او اوس هغوي دوهم او وروستي ټېسټ مېچ ګټلو سره سيريز كښې د سري لنكا وائټ واش كولو ته سترګې په لار دي۔ بلخوا مېلمه لوبډله سري لنكا دا مېچ ګټلو سره سيريز برابرول غواړو۔ هيله ده چې مقابله به ډېره خوندوره وي

مزید خبریں