په آئي سي سي وېمنز نړيوال ټي ټوټني كپ كښې به د پاكستان او هند ترمېنځه مېچ ﴿نن﴾ كېږي

سېنټ لوسيا 10 نومبر (اے پي پي) په آئي سي سي وېمنز نړيوال ټي ټوټني كپ كښې به د پاكستان او هند ترمېنځه مېچ﴿نن﴾ د اتوار په ورځ كېږي۔ د خبر له مخې په وېسټ انډيز كښې د مېرمنو نړيوال ټي ټونټي كركټ ټورنامنټ پېل شوے۔ دا ټورنامنټ به 16 ورځې روان وي۔ د وېسټ انډيز لوبډله به د ټائټل دفاع كوي۔ په ټورنامنټ كښې د وېسټ انډيز٬ نیوزی لېنډ، آسټراليا، پاکستان، هند، سوئيلې افريقې، سری لنکا، انګلستان، بنګه دېش او آئرلېنډ لوبډلې ګډون كوي۔ د دې ټورنامنټ فائنل به د نومبر په 24مه نېټه كېږي۔