وزيراعظم عمران خان د تركيه 95 مې د جمهوريت ورځې په مهال د پاكستاني اولس ٬ حكومت او خپل اړخه ترك حكومت ته مباركي د تركيه لخوا د جمهوريه تاريخي اعلان د بادشاهت او سامراجيت طاقتونو انكار په اولس كښې يو نوې عزم پېدا كړې وو۔ تركيه سره د شريكې مرستې ميراث ډېر ژور او دواړه هېوادونه يو بل سره په تاريخي ٬ مذهبي او كلتوري خپلولو تړلي دي۔ عمران خان

اسلام آباد ۔ 28 اکتوبر (اے پی پی) وزيراعظم عمران خان د تركيه 95 مې د جمهوريت ورځې په مهال د پاكستاني اولس ٬ حكومت او خپل اړخه ترك حكومت ته مباركي وركړې ده۔ د اتوار په ورځ جاري كړې شوي پېغام كښې وزيراعظم ووئيل د تركيه لخوا د جمهوريه تاريخي اعلان د بادشاهت او سامراجيت طاقتونو انكار په اولس كښې يو نوې عزم پېدا كړې وو۔ د تركيه ددې …

اسلام آباد ۔ 28 اکتوبر (اے پی پی) وزيراعظم عمران خان د تركيه 95 مې د جمهوريت ورځې په مهال د پاكستاني اولس ٬ حكومت او خپل اړخه ترك حكومت ته مباركي وركړې ده۔ د اتوار په ورځ جاري كړې شوي پېغام كښې وزيراعظم ووئيل د تركيه لخوا د جمهوريه تاريخي اعلان د بادشاهت او سامراجيت طاقتونو انكار په اولس كښې يو نوې عزم پېدا كړې وو۔ د تركيه ددې حوصلې غږ نن هم ټوله نړۍ كښې آزادي خوښو لپاره يو زېرې دې۔ ده ووئيل زمونږ لپاره د خبره د وياړ ده چې په دې قومي هڅو كښې زمونږ نيكان هم ترك وروڼو خوېندو سره ولاړ وو۔ ده ووئيل تركيه سره د شريكه مرستې ميراث ډېر ژور او دواړه هېوادونه يو بل سره په تاريخي ٬ مذهبي او كلتوري خپلولو تړلي دي۔ وزیراعظم عمران خان ووئيل پاكستان د تركيه ښكاره كاميابۍ د موجوده دور مهمې هڅې ګڼي۔ د ترك مشرتابه ترسېوري لاندې بېلو څانګو كښې ښكاره ترقي رامخې ته شوې ده۔ ده ووئيل د دواړو هېوادونو ملګرتيا مضبوطه او ځانګړې ده۔ ده ووئيل دا زما خواهش او لويه هيله ده چې تركيه سره اړيكې زياتې مضبوطې شي۔ دا اړيكې به د پاكستان او تركيه همكارۍ او اولس لپاره ګټورې ثابت شي