لاهور۔19جولائی (اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ تارړ وئيلي دي چې د باني پي ټي آئي خور نورین نیازی د خپل ورور د سياسي وروستو داسې بيانونه وركړل كوم چې د هندي ميډيا زينت جوړ شول، دوئي خپل سياسي لپاره پاكستان بدنامول غواړي خو هېواد بدنامونكي تل رسوايۍ سره مخ شوي دي٬ د مسلم ليګ نون هر وركر د هېواد په پرمختګ باور لري ٬ په …
نورين نيازي داسې بيانونه وركړل كوم چې د هندي مېډيا زينت جوړ شول ، د هېواد بدنامولو هڅه كونكي تل رسوايۍ سره مخ شوي دي: عطا تارړ

مزید خبریں
لاهور۔19جولائی (اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ تارړ وئيلي دي چې د باني پي ټي آئي خور نورین نیازی د خپل ورور د سياسي وروستو داسې بيانونه وركړل كوم چې د هندي ميډيا زينت جوړ شول، دوئي خپل سياسي لپاره پاكستان بدنامول غواړي خو هېواد بدنامونكي تل رسوايۍ سره مخ شوي دي٬ د مسلم ليګ نون هر وركر د هېواد په پرمختګ باور لري ٬ په ګرده نړۍ كښې د كشميريانو زړونه پاكستان سره درزيږي٬ چا له به دا اجازه ورنكړو چې هغوي د هجرت كونكو كشميري وګړو وطن سره مينه ته د شك په نظر وګوري۔ د كشمير خلاف هر يو سازش به ناكامه كوو۔ د اتوار په ورځ دلته دستورې ته خطاب كښې وفاقي وزير هر كال 19 جولائی د یوم الحاق پاکستان په توګه لمانځلې شي ، نن دې مناسبت سره د كشميري د مهاجرين په نشستونو ټاكنو له راجمع شوې يو۔ په دې ورځ كشميري اولس پاكستان سره د الحاق قرارداد منظور كړے و۔ ده ووئيل دا ورځ دا حقيقت يادوي چې كشميري اولس په كال 1947ء كښې دا رايې وركړې وه چې كشمير به پاكستان جوړيږي۔ ده ووئيل د نړۍ په تاريخ كښې دوه لوې هجرتونه شوي دي او د هغې په بنياد جوړ شوي رياستونه پروردګار كامياب كړي دي۔ يو مكې څخه مدينې ته هجرت او بل د پاكستان جوړېدو په موقع هندوستان څخه پاكستان ته هجرت۔ ده ووئيل څوك دا حق نه لري چې هغوي د هجرت كونكو كشميري وګړو حقونه سلب كړي يا د هغوي نمائندګي محدود كړي۔ وفاقي وزير ووئيل نن د مهاجرينو په نشستونو خبره كوو۔ په اېن اے 34 كښې دوه نشستونه دي۔ كارمندان بايد دوئي ته ووټ وركولو سره دوئي كامياب كړي۔ دغسې په اېن اے 41 وېلی نشست عامر شاه هم بايد كامياب كړے شي۔ ده ووئيل د نورین نیازی په ملك مخالف بياد اولسي رد عمل رامخے ته كيږي۔ خلك زيات غصه دي۔ دا ګڼي چې دې ډول بيانونو سره به د دوئي سياست وپړقيږي داسې نه ده بلكې د دوئي سياست له منځه تلې دې۔ ده ووئيل په خېبر پښتونخوا كښې له تېرو 12 كلونو څخه د پاكستان تحريك انصاف حكومت دے خو دغلته اولسي مسئلو او پرمختګ خبره نه كيږي۔ ده ووئيل نړۍ وليدل چې پاكستان هند ته ماتې وركولو سره عزت ترلاسه كړو۔ وزیراعظم شهباز شریف او فیلډ مارشل چې چرته هم لاړو خلكو هغوي ته پېرزوئنې وړاندې كړې۔ نن هم پاكستان امن لپاره د ثالثۍ كردار ترسره كوي او دا د هېواد عزت او وقار علامت دے۔ ده ووئيل دپاكستان كېدونكې هر سازش به ناكامۍ سره مخ كيږي او پاكستا به كه پاك پروردګار ته منظور وي د پرمختګ په سفر دغسې روان وي۔










