اسلام آباد۔19جولائی (اے پی پی) ډي جي آئي اېس پي آر په سمر كېمپ 2026 كښی ګډون كونكو زده كونكو سره خصوصي نشست وكړو ، په دې كښې د ګرد هېواد 18 څخه زياتو ښارونو سره تعلق لرونكو نهم څخه تر دولسم جماعت 4 زره نه زياتو زده كونكو برخه واخسته۔ په خصوصي نشست كښې ډي جي آئي اېس پي آر په قومي سلامتيا ٬ ترهګرۍ او پېښو چېلنجونو رڼا …
د ډي جي آئي اېس پي آر سمر كېمپ 2026 كښې ګډون كونكو زده كونكو سره خصوصي نشست ٬ په قومي سلامتيا ٬ ترهګرۍ او پېښو چلېنجونو خبرې

مزید خبریں
اسلام آباد۔19جولائی (اے پی پی) ډي جي آئي اېس پي آر په سمر كېمپ 2026 كښی ګډون كونكو زده كونكو سره خصوصي نشست وكړو ، په دې كښې د ګرد هېواد 18 څخه زياتو ښارونو سره تعلق لرونكو نهم څخه تر دولسم جماعت 4 زره نه زياتو زده كونكو برخه واخسته۔ په خصوصي نشست كښې ډي جي آئي اېس پي آر په قومي سلامتيا ٬ ترهګرۍ او پېښو چېلنجونو رڼا واچوله۔ د زده كوونكو وېنا وه چې مونږ د پېښو داخلي او بهرنيو چېلنجونو په اړه خبر كړې شوو۔ دوئي ووئيل مونږ ته په بلوچستان كښې د هندي پراكسي فتنة الهندوستان او فتنة الخوارج ترهګرۍ ناپاك كردار په اړه هم ووئيلې شو۔ دوئي په دې خبره زور راوړو چې ناسمه معلومات او پراپېګنډه تندۍ سره خپرېږي ځكه پوهاوې او خبرتيا ضروري ده۔ ګډون كوونكو ددې عزم څرګندونه وكړه چې د ترهګرۍ په ضد ټول قام د پوځ ترڅنګ ولاړ دے۔ د آئي اېس پي آر لخوا سمر كېمپ ځوانانو كښې قومي شعور بېدارولو او د هغوي صلاحيتونه ځلولو له يو مهم پېشرفت دے۔








