د صوبائي وزير شفيع جان بالاكوټ كښې د ګاډي پېښه كښې د قيمتي ځانونو په زيان د غم دړد څرګندونه

پېښور ۔ 19 جولائی (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا د اطلاعاتو صوبائي وزير شفيع جان په بالاكوټ كښې د ګاډي پېښه كښې د قيمتي ځانونو په زيان د ژور غم دړد او افسوس څرګندونه كړې ده۔ د غمرازۍ خپل بيان كښې ده ووئيل په مانسهره كښې د سېلګرو ګاډي ژورې كندې ته د پرېوتو پېښه كښې د 2 مېرمنو په شمول د 4 كسانو په حق رسېدل د افسوس …

پېښور ۔ 19 جولائی (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا د اطلاعاتو صوبائي وزير شفيع جان په بالاكوټ كښې د ګاډي پېښه كښې د قيمتي ځانونو په زيان د ژور غم دړد او افسوس څرګندونه كړې ده۔ د غمرازۍ خپل بيان كښې ده ووئيل په مانسهره كښې د سېلګرو ګاډي ژورې كندې ته د پرېوتو پېښه كښې د 2 مېرمنو په شمول د 4 كسانو په حق رسېدل د افسوس وړ پېښه ده۔ ده غمجنيو كورنيو سره غمرازي كولو سره ارواښادو له د بخښنې او ځپليو كورنيو له د صبر او زغم دعا وكړه۔ ده په پېښه كښې ژوبل شوو لپاره د نېكو هيلو څرګندونه هم وكړه۔