د كاناډا خارجه وزيره انيتا آنند په 20 جولائي د پاكستان سركاري دوره كوي

اسلام آباد۔19جولائی (اے پی پی) د نائب وزيراعظم/ خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار په بلنه د كاناډا خارجه وزيره انيتا آنند په 20 جولائي د پاكستان سركاري دوره كوي۔ د وزارت ذمه وارۍ له سنبالولو څخه وروستو دا د انيتا د پاكستان اولنۍ دوره ده۔ د اتوار په ورځ د خارجه دفتر لخوا د جاري شوي بيان له مخې د دورې په مهال به هغه خارجه وزير اسحاق ډار سره …

اسلام آباد۔19جولائی (اے پی پی) د نائب وزيراعظم/ خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار په بلنه د كاناډا خارجه وزيره انيتا آنند په 20 جولائي د پاكستان سركاري دوره كوي۔ د وزارت ذمه وارۍ له سنبالولو څخه وروستو دا د انيتا د پاكستان اولنۍ دوره ده۔ د اتوار په ورځ د خارجه دفتر لخوا د جاري شوي بيان له مخې د دورې په مهال به هغه خارجه وزير اسحاق ډار سره دوه اړخيزه مذاكرات كوي په كومو كښې به چې د دواړو هېوادونو د اړيكو ټولو اړخونو جاج اغستلې او د تجارت ٬ سرمايه كارۍ ٬ تعليم او اولسي رابطو په څانګو كښې همكارۍ ته په وده وركولو خبرې كولې شي۔ دغسې د شريكې خوښی په سيمه ايز او نړيوال پېشرفت به د خيالاتو څرګندونه هم وكړې شي۔ د كاناډا خارجه وزيره به ملكي قيادت سره هم ملاقاتونه كوي۔ د خارجه دفتر وياند وېنا ده چې پاكستان او كاناډا په زړه پورې اړيكې لري چې بنياد يۍ مضبوط اولسي تړون او په كاناډا كښې مېشته فعاله پاكستانۍ كميونټي ده۔ دا دوره د دواړو هېوادونو ترمينځه همكارۍ ته د لا ودې وركولو شريك عزم عكاسي كوي۔

مزید خبریں