مانسهرہ۔ 19 جولائی (اے پی پی) بالاكوټ كښې د سېلګرو ګاډي پېښې سره د مخ كېدو په نتيجه كښې د دوه مېرمنو په شمول 4 كسان په حق ورسېدل۔ د رېسكيو 1122 مانسهره وياند له مخې کیوائی ته نزدې په ډمناریاں سيمه كښې سيالكوټ څخه راغې د سېلګرو ګاډې (چنګان AGJ 957) بې قابو كېدو سره ژورې كندې ته پرېوتو۔ د پېښې اطلاع ترلاسه كېدو سره سمدستي رېسکیو 1122 مانسهرہ …
بالاكوټ كښې د سېلګرو ګاډي پېښه كښې د دوه مېرمنو په شمول 4 كسان په حق ورسېدل

مزید خبریں
مانسهرہ۔ 19 جولائی (اے پی پی) بالاكوټ كښې د سېلګرو ګاډي پېښې سره د مخ كېدو په نتيجه كښې د دوه مېرمنو په شمول 4 كسان په حق ورسېدل۔ د رېسكيو 1122 مانسهره وياند له مخې کیوائی ته نزدې په ډمناریاں سيمه كښې سيالكوټ څخه راغې د سېلګرو ګاډې (چنګان AGJ 957) بې قابو كېدو سره ژورې كندې ته پرېوتو۔ د پېښې اطلاع ترلاسه كېدو سره سمدستي رېسکیو 1122 مانسهرہ كنټرول روم رېسکیو اېمبولېنس د پیښې ځاې ته ولېږلو۔ د پیښې په نتيجه كښې 4 كسان مړه او يو ژوبل شو۔ رېسکیو اهلکارو فوري كارروائي كولو سره ژوبل شوے كس له ابتدائي طبي مرستې څخه وروستو کیوائی روغتون ته منتقل كړو۔ وروستو ژوبل شوې نورو درملنو او د حق رسېدليو كسانو جسدونه قانوني كارروايۍ لپاره تحصیل هېډکوارټر روغتون بالاكوټ ته منتقل كړې شول۔









