كرپشن ختمولو او ادارې مضبوطې جوړولو سره هېواد پرمختګ كولې شي۔ سعودي عربستان څخه ترلاسه كېدونكي پېكج سره كوم شرطونه نشته۔ نور زيري به هم ترلاسه شي۔ په ميراث كښې د ترلاسه شويو د قرضو غرونو نه وتلو له به سرمايه كاري راوړل وي۔ نوې پاكستان به د وګړو لخوا حكومت خپل ګڼلو سره جوړېږي۔”پاکستان سيټزن پورټل” سره به ټولې محكمې او پارلماني غړي اولس ته ځواب وركوؤنكي وي۔ دې نظام سره به وزيراعظم د محكمو كاركردګۍ نه خبر وي۔ د پاكستاني تاركين وطن او د سرمايه كارو مسئلې به په سمدستي توګه حل كولې او ددوئي ګيلې به لرې كولې شي۔ دې نظام سره به د سركاري ملازمانو په مېرټ ترقي آسانه شي۔ ددې نظام ترسېوري لاندې به د جزا او سزا تصور وضعه كړې شي۔ هره مياشت به د شكايتونو ډېټا جاري كولې شي۔ د وزيراعظم عمران خان د محكمو ٬ وزارتونو او دفترونو سره د اړوندو شكايتونو اندراج او ددې فوري حل له د وضع كړې شوي”پاکستان سيټزن پورټل” باضابطه پرانستې دستورې ته خطاب

اسلام آباد ۔ 28 اکتوبر (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان وئيلي دي كرپشن ختمولو او ادارې مضبوطې جوړولو سره هېواد پرمختګ كولې شي۔ سعودي عربستان څخه ترلاسه كېدونكي پېكج سره كوم شرطونه نشته۔ نور زيري به هم ترلاسه شي۔ په ميراث كښې د ترلاسه شويو د قرضو غرونو نه وتلو له به سرمايه كاري راوړل وي۔ نوې پاكستان به د وګړو لخوا حكومت خپل ګڼلو سره جوړېږي۔"پاکستان سيټزن پورټل" …

اسلام آباد ۔ 28 اکتوبر (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان وئيلي دي كرپشن ختمولو او ادارې مضبوطې جوړولو سره هېواد پرمختګ كولې شي۔ سعودي عربستان څخه ترلاسه كېدونكي پېكج سره كوم شرطونه نشته۔ نور زيري به هم ترلاسه شي۔ په ميراث كښې د ترلاسه شويو د قرضو غرونو نه وتلو له به سرمايه كاري راوړل وي۔ نوې پاكستان به د وګړو لخوا حكومت خپل ګڼلو سره جوړېږي۔”پاکستان سيټزن پورټل” سره به ټولې محكمې او پارلماني غړي اولس ته ځواب وركوؤنكي وي۔ دې نظام سره به وزيراعظم د محكمو كاركردګۍ نه خبر وي۔ د پاكستاني تاركين وطن او د سرمايه كارو مسئلې به په سمدستي توګه حل كولې او ددوئي ګيلې به لرې كولې شي۔ دې نظام سره به د سركاري ملازمانو په مېرټ ترقي آسانه شي۔ ددې نظام ترسېوري لاندې به د جزا او سزا تصور وضعه كړې شي۔ هره مياشت به د شكايتونو ډېټا جاري كولې شي۔ د اتوار په ورځ وزيراعظم عمران خان په وزيراعظم آفس كښې د بېلو محكمو ٬ وزارتونو او دفترونو سره د اړوندو شكايتونو اندراج او ددې فوري حل له د وضع كړې شوي”پاکستان سيټزن پورټل” باضابطه پرانسته وكړه۔ په دې مهال خپل خطاب كښې ده ووئيل د نوي پاكستان په پېل اولس ته مباركي وركوم۔ دا د نوي پاكستان علامت دے۔ په وړومبي ځل به ددې نظام ترمخه د ټولو حكومتي محكمو ٬ملازمينو او د پارلماني غړو احتساب وكړې شي۔ د هېواد دننه يا بهر ناست پاكستانې به نېغ په نېغه وزيراعظم سره خپل شكايت درج كولې شي۔ وزیراعظم ووئيل تر ټولو زياتې ګيلې د رشوت په اړه وي۔ مونږ ته به دلته ټولو محكمو كښې د كار كوؤنكو په اړه علم وي۔ وزيرانو ته به د شكايتونو علم وي۔ په اولني ځل د وفاق په كچه دا نظام وضعه كولې شي كوم به چې د هر كمزوري وګړي آواز وي۔ بهر هېوادونو كښې پاكستاني وګړي به د سفارتخانو او سرمايه كارۍ په اړه شكايتونه درج كولې شي۔ دا د پاكستان سباؤن لپاره يو مهم پېش رفت دے۔ وزیراعظم ووئيل د تركيه دورې په مهال ددغه وخت ترك وزيراعظم كوم چې دا مهال اولس مشر دے رجب طيب اردوان ووئيل په تركيه كښې به وزيراعظم آفس نېغ په نېغه د اولس ګيلې لرې كولې او مسئلې حل كولې۔ ځكه دغلته بدلون راغلو۔ وزيراعظم ووئيل دې نظام ته به پراختيا وركولې شي۔ او صوبې به د چيف سېكتر د لارې دې سره تړلې شي۔ دې نظام سره به د سركاري ملازمينو احتساب كولې شي۔ د دوئي د رويې نه شكايت لپاره به دا يو پلېټ فارم وي۔ ددې نظام د لارې به په مېرټ ترقۍ كښې هم اسانۍ رامخې ته شي۔ ده ووئيل د 1960ء په ليسزه كښې به د پاكستان د بېوروكرېسۍ نړۍ اعتراف كولو۔ د دبئی لوئے لوئے شېخانو به پاكستان كښې رخصتۍ تېرولو له كورونه اخستل۔ دلته به ئې زمكې اخستلې اوس دا كار پاكستانيان دبۍ كښې كوي۔ ددې بنيادي سبب ګورننس دے۔ وزيراعظم ووئيل دې سره به د خلقو سوچ بدل شي۔ داسې نظام اروپا كښې هم نشته۔ وزیراعظم ووئيل په منطقه كښې د پاكستان وروستو پاتې كېدو بنيادي سوب د ښه ګورننس نشتوالې دې۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل هېواد كښې چې څومره صلاحيت دے ددې په لاره كښې خنډ كرپشن دے۔ د ادارو مضبوطيا او په كرپشن قابو موندلو سره هېوادونو پرمختګ كړې۔ سنګاپور او ترکی ددې ښكاره مثالونه دي۔ وزیراعظم ووئيل په راتلونكو ورځو كښې به اولس وويني چې وزيراعظم به نړۍ كښې چا نه قرض نه غواړي۔ سرمايه كاري د پاكستان غټ ضرورت دے۔ ده ووئيل چیف جسټس سره په ګډه داسې نظام وضعه كوو چې ورسره سول كېس په يو كال كښې ترسره كړې شي۔ دې نه وړاندې ددې نظام په اړه ګډون كوؤنكو ته بريفنګ وركړې شو۔ ټولې 3796 محکمې او دفترونه دې نظام سره تړلي دي۔ ددې نظام ترمخه به د موبائل فون اېپلي كېشن دلارې وزيراعظم ته نېغ په نېغه خپل شكايتونه رسولې شي او وزیراعظم ډیلوری یونټ به دا شكايتونه اړوندو محكمو ته رسوي۔ او دوئي ته به ددې د حل كولو ټاسك وركولې شي۔ ورسره ورسره به ټائم فرېم هم وركولې شي۔ وزيراعظم ددې سسټم په باضابطه توګه پرانسته وكړه۔