اسلام آباد 18مئي (اے پي پي) قومي اسمبلې د راتلونكې مالي كال د بجټ 19- 2018 د مالياتي بل 2018م بل منظوري وركړې او د خزانې وفاقي وزير مفتاح اسماعيل وئيلي دي چې د بجټ خساره 1890 اربه روپې ده٬ په دې لړ كښې د اپوِزيشن بيان كړې شوې شمېرې سمې نه دي٬ په بجټ كښې مډل او لوئر مډل كلاس لپاره 118 اربه روپې ټېكس ريليف وركړې شوې٬ د …
قومي اسمبلې د راتلونكې مالي كال د بجټ 19- 2018 د مالياتي بل 2018م بل منظوري وركړه٬ ايوان د خزانې وفاقي وزير مفتاع اسماعيل او د سيد نويد قمر د بدلونونو منظوري وركړه٬ د اپوزيشن د نورو غړو تراميم رد كړے شول٬ د بجټ خساره 1890 اربه روپې ده٬ په دې لړ كښې د اپوِزيشن بيان كړې شوې شمېرې سمې نه دي٬ په بجټ كښې مډل او لوئر مډل كلاس لپاره 118 اربه روپې ټېكس ريليف وركړې شوې٬ د پارلمان د غړو د پنشن په معامله قانون سازي دې راتلونكې اسمبلې ته پرېښودلې شي۔ د پېټروليم لېوي 30 فيصده حتمي حد مقرر كړے شوے۔ د خزانې وفاقي وزير مفتاح اسمعاعيل

مزید خبریں
اسلام آباد 18مئي (اے پي پي) قومي اسمبلې د راتلونكې مالي كال د بجټ 19- 2018 د مالياتي بل 2018م بل منظوري وركړې او د خزانې وفاقي وزير مفتاح اسماعيل وئيلي دي چې د بجټ خساره 1890 اربه روپې ده٬ په دې لړ كښې د اپوِزيشن بيان كړې شوې شمېرې سمې نه دي٬ په بجټ كښې مډل او لوئر مډل كلاس لپاره 118 اربه روپې ټېكس ريليف وركړې شوې٬ د پارلمان د غړو د پنشن په معامله قانون سازي دې راتلونكې اسمبلې ته پرېښودلې شي۔ د پېټروليم لېوي 30 فيصده حتمي حد مقرر كړے شوے۔ د جمعې په ورځ د قومي اسمبلې په غونډه كښې د قومي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق د مالياتي بل د پاتې شقونو د منظورې عمل پېل كړو۔ د بل په ځينې شقونو كښې د خزانې وزير مفتاع اسماعيل او د اپوزيشن غړو تراميم وړاندې كړل۔ د دې څخه وړاندې د زيارت په ورځ د خزانې وزير مفتاح اسماعيل تحريك وړاندې كړو چې په مالياتي بل 2018م دې په سمدستي توګه غور وكړے شي او مخالفې ډلې ئې مخالفت كړے و۔ د قومي اسمبلۍ څخه د مالياتي بل 2018م تر غور لاندې د راوستلو تحريك د منظورې نه پس دوهم سپيكر بل شق وار منظورې لپاره په ايوان كښې وړاندې كړو۔ په دې موقع د اپوزيشن لخو بېلا بېلو غړو تراميم وړاندې كړل كوم چې ايوان رد كړل۔ د سيد نويد قمر او د خزانې وزير مفتاح اسماعيل تراميم منظور كړے شول۔ د جماعت اسلامي عائشه سيد د مالياتي بل 2018م مخالفت وكړو او وې وئيل چې غريب وګړي لپاره په دې كښې هېڅ هم نشته۔ د اېم كيو اېم غړي شېخ صلاح الدين او د پپپلز ګوند غړي عبدالستار بچاني هم د مالياتي بل 2018م مخالفت وكړو








