پېښور 09 جولائي (اے پي پي) د مومند ضلعې د پړانګ غار تهاڼې په حدودو كښې د پوليس او شرپسندو ترمېنځه د ډزو په تبادله كښې يو شر خوښې مړ او د ھغه ملګرے ژوبل شوے۔ د مومند پوليس وياند له مخې پوليس ډله په اډو سيمه كښې د معمول په ګزمه وه چې په دې موقع 4 نامعلوم وسله والو په پوليس ډزې پېل كړې٬ د ځوابي ډزو …
د مومند پوليس او شرپسندو ترمېنځه د ډزو تبادله٬ يو شرخوښې مړ٬ بل ژوبل

مزید خبریں
پېښور 09 جولائي (اے پي پي) د مومند ضلعې د پړانګ غار تهاڼې په حدودو كښې د پوليس او شرپسندو ترمېنځه د ډزو په تبادله كښې يو شر خوښې مړ او د ھغه ملګرے ژوبل شوے۔ د مومند پوليس وياند له مخې پوليس ډله په اډو سيمه كښې د معمول په ګزمه وه چې په دې موقع 4 نامعلوم وسله والو په پوليس ډزې پېل كړې٬ د ځوابي ډزو په مهال يو بريد كوٶنكې د خپلو ملګرو په ډزو مړ او بل ملګرې ژوبل شو۔ دوئي موقعې څخه تېښته كولو كښې بريالي شول۔ د ډزو په تنيجه كښې ايس ايچ او منصف خان ژوبل شو۔ پوليس بريد كوونكو څخه وسله او ګولۍ برآمد كړې۔ په دې موقع پوليس د دې عزم څرګندونه وكړه چې په ټولنه كښې د امن صورتحال لپاره او د هر ډول جرائمو تر خاتمې به جنګ جاري وي۔








