د شمالي كوريا وزيراعظم د جولائي په لسمه نېټه د چين درې ورځنۍ دوره كوي

  بيجنګ 09 جولائي (اے پي پي) د شمالي كوريا وزيراعظم پاك تهائے سونګ به د جولائي په 10مه نېټه د چين درې ورځنۍ سركاري دوره كوي۔ د سي جي ټي اېن له مخې د چين خارجه وزارت وياند د زيارت په ورځ وئېلي دي چې د كميونسټ پارټي آف چائنا مركزي كمېټي او د چين حكومت په بلنه د شمالي كوريا وزيراعظم او رياستي چارو كمېټۍ نائب چيئرمېن پاك …

 

بيجنګ 09 جولائي (اے پي پي) د شمالي كوريا وزيراعظم پاك تهائے سونګ به د جولائي په 10مه نېټه د چين درې ورځنۍ سركاري دوره كوي۔ د سي جي ټي اېن له مخې د چين خارجه وزارت وياند د زيارت په ورځ وئېلي دي چې د كميونسټ پارټي آف چائنا مركزي كمېټي او د چين حكومت په بلنه د شمالي كوريا وزيراعظم او رياستي چارو كمېټۍ نائب چيئرمېن پاك تهائے سونګ به د 10 نه تر 12 جولائي د چين سركاري دوره كوي۔وياند ووئيل چې د دورې په مهال به د شمالي كوريا وزيراعظم د چين او شمالي كوريا ترمينځه د ملګرتيا٬مرستې او شريكې مرستې په لوظ نامه د لاس ليك  65 مې سالګرې په دستوره كښې ګډون هم كوي