چين د جاپان د اړخه خلا كښې تندۍ سره د وسلو نصب کولو، پوځي مقصدونو لپاره د استعمالولو اقدام غندنه وكړه

  بيجنګ 09 جولائي  (اے پي پي) چين د جاپان د اړخه په خلا كښې تندۍ سره د وسلو نصب کولو او هغه پوځي مقصدونو لپاره د استعمالولو اقدام غندنه وكړه۔ د شنهوا له مخې د چين د دفاع وزارت وياند چن شي دا بيان د جاپان د اړخه د يو ترميم منظورۍ نه پس وركړو، چې له مخې يۍ جاپان ايئر سيلف ډيفنس فورس نوم بدلولو سره جاپان ايرو …

 

بيجنګ 09 جولائي  (اے پي پي) چين د جاپان د اړخه په خلا كښې تندۍ سره د وسلو نصب کولو او هغه پوځي مقصدونو لپاره د استعمالولو اقدام غندنه وكړه۔ د شنهوا له مخې د چين د دفاع وزارت وياند چن شي دا بيان د جاپان د اړخه د يو ترميم منظورۍ نه پس وركړو، چې له مخې يۍ جاپان ايئر سيلف ډيفنس فورس نوم بدلولو سره جاپان ايرو سپيس سيلف ډيفنس فورس اېښودلے شوے او د هغې ترمخه سپېس آپرېشنز وِنګ هم جوړولے شي۔ د چين د دفاع وزارت وياند ووئيل جاپان په دې وروستيو كښې خلا د يو عسکري آپريشنل ميدان په توګه كارولې ې او خلا كښې د خپل پوځي صلاحيتونو زياتولو عزائم يۍ څركند كړي۔ده ووئيل د تېر 5 كلونو په مهال خلا سره اړوندو څانګو كښې د جاپان پوځي خرڅونو كښې لس چنده اضافه شوې دغسې د اړوند آپرېشنل فورسز شميره 30 چنده زياته شوې۔