اسلام آباد 09 جولائي (اے پي پي) د خزاني وفاقي وزير صلاحكار خرم شهزاد وئيلي د تير مالي كال په مهال د 41.6 ارب ډالره ترسيلات زر تاريخي كاميابي به د پاکستان اقتصادي تاريخ كښې د لويې كاميابۍ په توګه ياد ساتلې شي، دا بهر هېواد كښې د پاکستانيانو د محنت، اعتماد او هېواد سره د ژور تړون عملي څرګندونه ده۔د زيارت په ورځ په ايکس خپل پيغام كښې …
د 41.6 اربه ډالر ترسيلات زر تاريخي كاميابي به د پاکستان اقتصادي تاريخ كښې د يوې مهمي كاميابۍ په توګه ياد ساتلې شي: خرم شهزاد
اسلام آباد 09 جولائي (اے پي پي) د خزاني وفاقي وزير صلاحكار خرم شهزاد وئيلي د تير مالي كال په مهال د 41.6 ارب ډالره ترسيلات زر تاريخي كاميابي به د پاکستان اقتصادي تاريخ كښې د لويې كاميابۍ په توګه ياد ساتلې شي، دا بهر هېواد كښې د پاکستانيانو د محنت، اعتماد او هېواد سره د ژور تړون عملي څرګندونه ده۔د زيارت په ورځ په ايکس خپل پيغام كښې ده ووئيل د مالي كال 2026 په مهال بهر هېوادونو كښې مېشته پاکستانيانو نوې تاريخ جوړولو سره 41.6 اربه ډالره ترسيلات زر رالېږلي دي كوم چې د هېواد په تاريخ كښې تر اوسه تر ټولو لوړه كچه ده۔ ده ووئيل د جون 2026ء په مهال هم د ترسيلات زر رفتار قوي وو او يواځې يوه مياشت كښې بهرنو هېوادونو كښې كار كونكو پاکستانيانو 3.5 اربه امريکائي ډالره رالېږلې دي۔








