د پاليسو تسلسل، تل پاتې امن، مصنوعي ذهانت او اقتصادي سفارت کاري د پاکستان د معاشي سباون بنيادي ستنې دي۔ د وفاقي وزير احسن اقبال کېلېفورنيا كښې پاکستاني کميونټۍ ته وېنا

  اسلام آباد 09 جولائي (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي د پاليسو تسلسل، تل پاتې امن، مصنوعي ذهانت، جدت طرازي او اقتصادي سفارت کاري د پاکستان د معاشي سباون بنيادي ستنې دي او بهر هېواد كښې مېشته پاكستانيان قامي پرمختګ كښې اهم كردار لوبولې شي۔ د زيارت په ورځ د منصوبه بندۍ وزارت لخوا د جاري بيان له مخې د كېليفورنيا …

 

اسلام آباد 09 جولائي (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي د پاليسو تسلسل، تل پاتې امن، مصنوعي ذهانت، جدت طرازي او اقتصادي سفارت کاري د پاکستان د معاشي سباون بنيادي ستنې دي او بهر هېواد كښې مېشته پاكستانيان قامي پرمختګ كښې اهم كردار لوبولې شي۔ د زيارت په ورځ د منصوبه بندۍ وزارت لخوا د جاري بيان له مخې د كېليفورنيا خپلې دورې په مهال پاكستانۍ كميونټۍ ته خپله وېنا كښې احسن اقبال ووئيل پاکستانۍ کميونټۍ سره په ملاقات كښې د هېواد په معاشي سباون خبرې وشوې۔ ده ووئيل بهر هېواد كښې مېشته پاکستانيان علم، سرمايه کاري او د ټيکنالوجۍ د لارې د پاکستان په پرمختګ كښې موثره كردار لوبولې شي۔ ده ووئيل چې د ټولو اختلافاتو نه پرته د “ټولو نه وړاندې پاكستان” جذبې ته وده وركول د وخت ضرورت دے۔ ده ووئيل چې د اوپن (OPEN) بورډ غړو سره په ملاقات كښې د پاکستان د اختراعي معيشت، ټيکنالوجۍ او د کاروباري پرمختګ ته وده وركولو لپاره په بېلو اقداماتو سلا راغلې۔ وفاقي وزير ووئيل د پلګ اېنډ پلے په پاکستان كښې پېل كولو لپاره ليټر آف انټينټ  لاسليك شوېدي٬ د دې شراکت دارۍ له مخې اسلام آباد او کراچۍ ته به د انوويشن هبز په توګه وده وركولې شي، او د هېواد د نوموړو پوهنتونونو 300 سټارټ اپس به د نړيوال معيار اېکسيليرېشن پروګرامز سره تړلے شي۔ ده ووئيل چې د دې همكارۍ دلارې به پاکستاني سټارټ اپس ته په ګرده نړۍ كښې د 600 نه زيات نړيوالو كمپنو سره د رابطو او مرستې موقعې ترلاسه شي چې ورسره به د پاكستان په ټېكنالوجۍ اډانه معيشت وده ومومي۔