زده كړو ته وده وركولو له د ماري انرجيز لوې اقدام ٬ د خېبر پښتونخوا ٬ سندھ او بلوچستان مستحق زده كوونكو لپاره د 100 فيصد سكالرشپس اعلان

اسلام آباد۔31اکتوبر(اے پی پی)ماري انرجيز زده کړو ته وده وركولو ، ځوانان په خپلو پښو اودرولو او وروستو پاتې سیمو کښې دوامداره ټولنیز-اقتصادي پرمختګ له فرصتونه رامنځته کولو لپاره د يو لوې اقدام لاندې د خېبر پښتونخوا، سندھ او بلوچستان د ټاکل شویو سیمو مستحقو زده کونکو ته د 100٪ سکالرشپونو ورکولو اعلان کړې دی۔ ددې اقدام اصلي هدف مستحقو ځوانانو ته د معياري زده کړو، پېشه ور قابليت او …

اسلام آباد۔31اکتوبر(اے پی پی)ماري انرجيز زده کړو ته وده وركولو ، ځوانان په خپلو پښو اودرولو او وروستو پاتې سیمو کښې دوامداره ټولنیز-اقتصادي پرمختګ له فرصتونه رامنځته کولو لپاره د يو لوې اقدام لاندې د خېبر پښتونخوا، سندھ او بلوچستان د ټاکل شویو سیمو مستحقو زده کونکو ته د 100٪ سکالرشپونو ورکولو اعلان کړې دی۔ ددې اقدام اصلي هدف مستحقو ځوانانو ته د معياري زده کړو، پېشه ور قابليت او فني مهارتونو ترلاسه كولو موقعې وركول دي دغسې چې هغوي د خپلو کورنیو، ځایی خلکو او هېواد په پرمختګ کښې اغیزمن رول ولوبوي۔د پروګرام له مخې د خېبر پښتونخوا شمالي وزيرستان ضلع ٬ د سندھ په ګھوټكي او سجاول او د بلوجستان ټاكلې سيمو سره تعلق لرونكو مستحق زده كونكو ته د زده كړو آسانۍ وركولو منصوبه ده۔ د ماری انرجیز لخوا په دې اقدام كښې زده كړو ته وده وركولو سره سره د بشري وسائلو پرمختګ او كميونټي په خپلو پښو اودرولو ته هم خصوصي اهميت وركړې شوې دې۔ دا پروګرام زده كونكو لپاره د درې مياشتو په لنډه دورانيه كښی پېشه ور كورسونو څخه واخله تر څلور كلنو ډګري پروګرامونو ډپلومه کورسز د بېلو تعليمي آسانيو وركولو منصوبه ده۔ په دې اقدام كښې کېور لائف کنسلټنسی د مرستيال همكار په توګه خپل  كردار ترسره كوي۔ د پېشه ور تعليم او فني تربيې دلارې ځوانانو ته د خپلو صلاحيتونو له مخې د سباؤن لارې ټاكلو او په معاشي توګه مستحكم كېدو كښې مرسته ترلاسه كېدې شي۔ هيله ده چې دا پروګرام به مستحق زده كوونكو لپاره په تعليمي ستونزو قابو موندلو ٬ پېشه ور مهارتونه ترلاسه كولو او په سباؤن كښې خپل صلاحيتونه په عملي توګه كارولو كښې مرستيال ثابت شي۔ د ماري انرجيز اقدام دا پراخا تصور په ډاګه كوي چې معیاری تعلیم او پیشه ورې تربيې ته لاس رسي د ځوانانو په خپلو پښو اودرولو ، د ځائي آبادو پرمختګ او د هېواد روښانه سباؤن جوړولو له بنيادي اهميت لري۔ په زده كړو كښې سرمايه كاري ٬ د كميونټي په خپلو پښو اودرولو او ځوانانو لپاره روښانه سباؤن جوړول— د ماری انرجیز د دې اقدام بنياد مقصد دے۔

مزید خبریں