اسلام آباد۔31اکتوبر (اے پی پی) د پاكستان په شمول ګرده نړۍ كښې د بچت نړيواله ورځ د اكتوبر په 31 مه نېټه ولمانځلې شوه۔ د دې ورځې د لمانځلو مقصد په اولس كښې مالي شعور بېدارول ، د بچت عادت ته وده وركول او د وګړو او ټولنې معاشي استحكام باوري كول دي۔ په اولني ځل په كال 1924 كښی د اطاليا په مېلان ښار كښې د بچت نړيواله ورځ …
د پاكستان په شمول ګرده نړۍ كښې د بچت نړيواله ورځ ولمانځلې شوه

مزید خبریں
اسلام آباد۔31اکتوبر (اے پی پی) د پاكستان په شمول ګرده نړۍ كښې د بچت نړيواله ورځ د اكتوبر په 31 مه نېټه ولمانځلې شوه۔ د دې ورځې د لمانځلو مقصد په اولس كښې مالي شعور بېدارول ، د بچت عادت ته وده وركول او د وګړو او ټولنې معاشي استحكام باوري كول دي۔ په اولني ځل په كال 1924 كښی د اطاليا په مېلان ښار كښې د بچت نړيواله ورځ د بچت بېنكونو اولني نړيوال كانګرېس په مهال لمانځلې شوې وه۔ د بچت نړيوالې ورځې په موقع د بېلو سركاري او رفاهي ادارو تر اهتمام لاندې دستورو كښې اسراف څخه د بچ كېدو او د مالي وسائلو خوندي كولو اهميت حوالې سره پوهاوې وركړې شو۔










