لاهور۔31 اکتوبر(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف وئيلي دي دانش سکولونه جوړول د هېواد په روښانه راتلونکي کښې پانګونه ده؛ د دې سکولونو په معیار هېڅ ډول جوړجاړی د منلو وړ نه دی٬ دانش سكولونو كښی به يوازې د زيات بې وزلو او مستحق كورنيو كوچنيانو ته د مېرټ په بنياد داخله وركولې شي۔ د خالي په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې …
دانش سکولونه جوړول د هېواد په روښانه راتلونکي کښې پانګونه ده؛ د دې سکولونو په معیار هېڅ ډول جوړجاړی د منلو وړ نه دی: وزيراعظم شهباز شريف

مزید خبریں
لاهور۔31 اکتوبر(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف وئيلي دي دانش سکولونه جوړول د هېواد په روښانه راتلونکي کښې پانګونه ده؛ د دې سکولونو په معیار هېڅ ډول جوړجاړی د منلو وړ نه دی٬ دانش سكولونو كښی به يوازې د زيات بې وزلو او مستحق كورنيو كوچنيانو ته د مېرټ په بنياد داخله وركولې شي۔ د خالي په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې په ګرد هېواد كښې د دانش سكولونو جوړولو پیشرفت حوالې سره د جاج اغستو غونډه وشوه۔ په دې موقع خپل خطاب كښی وزيراعظم ووئيل په دانش سكولونو كښې د زده كوونكو تعليم او تربيې لپاره دې په اے آئي او آئي ټي اډانه تګلاره وكارولې شي۔ وزیراعظم د مواصلات وزارت ته ګلګت بلتستان او آزاد جمو وكشمير كښې دانش سكولونو ته لاس رسۍ لپاره د سړكونو انتظام ښه كولو هدايت كولو سره ووئيل په خېبر پښتونخوا كښې ضم شوې ضلعو (اېکس – فاټا) كښې د دانش سكولونو جوړولو له دې تګلاره زر تر زره وړاندې كړې شي۔ په غونډه كښې وزیراعظم ته ګلګت بلتستان٬ آزاد جمو وكشمير ٬ سندھ او بلوچستان كښې د دانش سكولونو جوړولو كښې په شوي پېشرفت بريفنګ وركړې شو۔ په غونډه كښې وفاقي وزيرانو احسن اقبال، احد خان چیمه، عطاء تارړ، شزا فاطمه خواجه، ډاكټر مصدق مسعود ملک او د اړوندو ادارو چارواكو ګډون كولو۔ دا غونډه د زوم دلارې آن لائن وكړې شوه۔










