پېنډۍ 30 اکتوبر (اے پي پي) چيف آف آرمي سټاف و چيف آف ډيفنس فورسز فيلډ مارشل سيد عاصم منير سره د سنګاپور خارجه وزير ډاکټر ويوين بالاکرشنن په جنرل هيډ کوارټرز (جي اېچ کيو) پېنډۍ كښې وليدل۔ د آئي اېس پي آر له مخئ په ملاقات كښې د شريكې خوښې په چارو، د منطقې او نړۍ په بدلېدونكې امنيتي صورتحال او د دوه اړخيزه مرستې په اړه تفصيلي خبرې …
د سنګاپور خارجه وزير د جي اېچ كيو دوره، فيلډ مارشل سيد عاصم منير سره ملاقات، په دوه اړخيزه اړيكو او سيمه ايز امنيت د خيالاتو څرګندونه

مزید خبریں
پېنډۍ 30 اکتوبر (اے پي پي) چيف آف آرمي سټاف و چيف آف ډيفنس فورسز فيلډ مارشل سيد عاصم منير سره د سنګاپور خارجه وزير ډاکټر ويوين بالاکرشنن په جنرل هيډ کوارټرز (جي اېچ کيو) پېنډۍ كښې وليدل۔ د آئي اېس پي آر له مخئ په ملاقات كښې د شريكې خوښې په چارو، د منطقې او نړۍ په بدلېدونكې امنيتي صورتحال او د دوه اړخيزه مرستې په اړه تفصيلي خبرې وشوې٬ دواړو مشرانو په سيمه ايز امن او استحكام د خيالاتو څرګندونه وكړه او د مشترکه ګټې په څانګو كښې پرله پسې رابطې او د شريكې مرستې په ضرورت او اهميت يې زور راوړو۔ چيف آف آرمي سټاف و چيف آف ډيفنس فورسز سنګاپور سره اړيكې لا مستحكمولو لپاره د پاكستان د عزم پخلے وكړو۔ ده په سيمه ايز امن، استحکام او د سلامتيا ودې لپاره د مضبوط اداره جاتي روابطو او ګټورې شراكتدارۍ په اهميت رڼا واچوله۔ ګران مېلمه دوه اړخيزه اړيكو ته د پراختيا وركوو د خوښی پخلي كولو سره د پاك پوځ د اعليٰ وظيفائي صلاحيتونو ستائنه وكړه او په منطقه كښې امن او اتحكام لپاره ئې د پاكستان د خدمات او کردار ستائنه وكړه۔










