اسلام آباد۔30اکتوبر(اے پی پی) پاکستان او سنګاپور د تجارت ٬ سرمايه كارۍ ٬ ټېكنالوجۍ او زده كړو په شمول بېلو څانګو كښې د همكارۍ په زياتولو موافقت كړے دے۔ دا موافقت د نائب وزیراعظم او خارجه وزیر سېنېټر اسحاق ډار او د سنګاپور خارجه وزير ډاكټر ویوین بالاکرشنن ترمينځه د جمعې په ورځ په اسلام آباد كښی يو په يو او د پلاويو په كچه خبرو كښې رامخې ته شوے۔ …
نائب وزيراعظم اسحاق ډار سره د سنګاپور خارجه وزير ډاكټر وېوېن بالاكرشنن ملاقات ٬ د دواړو هېوادونو ترمنځه د تجارت ٬ سرمايه كارۍ ٬ ټېكنالوجۍ او زده كړو په شمول بېلو څانګو كښې د همكارۍ په زياتولو اتفاق

مزید خبریں
اسلام آباد۔30اکتوبر(اے پی پی) پاکستان او سنګاپور د تجارت ٬ سرمايه كارۍ ٬ ټېكنالوجۍ او زده كړو په شمول بېلو څانګو كښې د همكارۍ په زياتولو موافقت كړے دے۔ دا موافقت د نائب وزیراعظم او خارجه وزیر سېنېټر اسحاق ډار او د سنګاپور خارجه وزير ډاكټر ویوین بالاکرشنن ترمينځه د جمعې په ورځ په اسلام آباد كښی يو په يو او د پلاويو په كچه خبرو كښې رامخې ته شوے۔ نائب وزيراعظم ووئيل پاکستان كال 1965ء كښې د سنګاپور آزادي تسليمونكو وړومبو هېوادونو كښې شامل ؤ۔ ده ووئيل د سنګاپور د خارجه وزير د پاكستان دا دوره دوه لسيزې پس كېږي ۔نائب وزیراعظم ووئيل دواړو هېوادونو په تجارت كښې زياتوالے خوشبينه ګرځولے او د كاروباري ادارو ترمينځه تړون ته په ودې وركولو يۍ اتفاق كړے دے۔ دې مقصد لپاره به چېمبرز آف كامرس او كاروباري پلاويو څخه استفاده كولې شي۔ دواړو خارجه وزيرانو د حكومت اداره جاتي همكارۍ لا مضبوطولو له په رسمي توګه د دوه اړخيزه سياسي مشاورت او اعلی كچې تبادلو ته په ودې وركولو اتفاق كړے۔ دواړو لارښودو د پوهنتونونو او تحقيقي ادارو ترمينځه د اداره جاتي رابطو په مضبوطولو ، په كلتوري ٬ تعليمي او اولسي كچه تبادلو ته د ودې وركولو سره سره د سفر آسانۍ لپاره د نېغ په نېغه پروازونو په ممكنه بحالۍ هم خبرې وكړې۔ نائب وزیراعظم ميډيا ته ووئيل په دې موقع د پاكستان نېشنل ډیزاسټر مېنجمنټ اتھارټی (اېن ډی اېم اے) او سنګاپور سول ډیفنس فورس (اېس سی ډی اېف) ترمنځه د مفاهمتي يادښت تبادله هم وشوه۔ نائب وزيراعظم خپلو خبرو كښې د فلسطین په صورتحال او د مغربی غاړې او مسجد اقصیٰ حېثېيت بدلولو له په روانو هڅو اندېښنه ښكاره كړه۔ ده كال 1967ءڅخه په وړاندې پولو مشتمل يو آزاد ٬ خپلواكۍ ٬ د عمل وړ فلسطيني رياست چې پلازمينه يۍ القدس الشريف وي جوړیدو لپار د پاكستان د بشپړ ملاتړ پخلے وكړو۔ نائب وزيراعظم د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د اړوندو قراردادونو له مخې د كشمير پخوانۍ مسئلې په عادلانه او سوله ايز حل هم زور راوړو۔ په دې موقع د سنګا پور خارجه وزير ووئيل زمونږ هېواد به په قدرتي آفتونو او سخت موسمي پېښو قابو موندلو له د پاكستان له تجربو څخه استفاده كوي۔ ده ووئيل د سنګاپور نانیانګ ټېکنالوجیکل یونیورسټۍ او نېشنل یونیورسټی آف سنګاپور د پاکستان نېشنل یونیورسټی آف سائنسز اېنډ ټېکنالوجی (نسټ) سره د ادارہ جاتي همكارۍ زياتوالے خوشبېنه وګرځولو ۔ ډاكټر ویوین بالاکرشنن په موجوده سيمه ايزو ستونزو او په خاص توګه په خليجي سيمه كښې د پاكستان د رغنده كردار ستائنه هم وكړه۔ هغه ووئيل دې سيمې څخه د توان مستحكم ترسيل ختيزې آسيا او سوئيلي ختيزې آسيا لپاره زيات اهميت لري










