اسلام آباد۔30اکتوبر(اے پی پی) پاكستان او سنګاپور د دوه اړخيزه اړيكو په لا مستحكمولو او د تجارت ٬ سرمايه كارۍ ٬ كركيلې ٬ غذائي تحفظ ٬ تعليمي ٬ ټېكنالوجي او سيمه ايزو رابطو په شمول د شريكې خوښی په بېلو څانګو كښې همكارۍ ته د پراختيا په وركولو موافقت كړے دے۔ دا موافقت د نائب وزيراعظم اسحاق ډار او د سنګاپور خارجه وزير ډاكټر ویوین بالاکرشنن ترمينځه په خارجه وزارت …
د نائب وزيراعظم اسحاق ډار او د سنګاپور خارجه وزير ډاكټر ویوین بالاکرشنن ترمينځه د پلاويو په كچه خبرې ، کاربن مارکېټس، سيمه ايز تړون ٬ په آفتونو قابو موندلو او آسيان سره د پاكستان رابطو ته په ودې وركولو د خيالاتو څرګندونه

مزید خبریں
اسلام آباد۔30اکتوبر(اے پی پی) پاكستان او سنګاپور د دوه اړخيزه اړيكو په لا مستحكمولو او د تجارت ٬ سرمايه كارۍ ٬ كركيلې ٬ غذائي تحفظ ٬ تعليمي ٬ ټېكنالوجي او سيمه ايزو رابطو په شمول د شريكې خوښی په بېلو څانګو كښې همكارۍ ته د پراختيا په وركولو موافقت كړے دے۔ دا موافقت د نائب وزيراعظم اسحاق ډار او د سنګاپور خارجه وزير ډاكټر ویوین بالاکرشنن ترمينځه په خارجه وزارت كښې د پلاويو په كچه په شوو خبرو اترو كښې رامخې ته شو۔ د خارجه دفتر لخوا د جاري شوي بيان له مخې په خبرو اترو كښې تجارت او سرمايه كارۍ ته ودې وركولو او د كركيلې او غذائي تحفظ په څانګو كښې د همكارۍ مضبوطولو او د سېلګرۍ او كاروباري تبادلو ودې له د رابطو لا پياوړې كولو ته خصوصي پاملرنه وكړې شوه۔ دواړو اړخونو د تعلیم، فنی تربیې، په قدرتي آفتونو قابو موندلو او د آئي ټي په څانګه كښې د همكارۍ امكانات جاج واغست۔ د سنګاپور خارجه وزير په پاكستان كښې ماحول دوسته سرمایه كارۍ ته ودې وركولو له د کاربن مارکیټس صلاحيت په ډاګه كړو او نائب وزيراعظم خپله منځه همكارۍ ته عملي شكل وركولو له د مضبوط ادارہ جاتی طریقه کار او باقاعدہ فالو اپ په اهميت زور راوړو۔ د ملاقات په مهال دواړو خارجه وزيرانو په سيمه ايز او نړيوال وضعيت هم د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ دغسې دواړو اړخونو د دورې په نتيجه كښې د رامخې ته شوي پېشرفت مخ په وړاندې بوتللو ٬ په ترسره شوو چارو عملدرآمد باوري كولو له د شريكې خوشی په ټولو څانګو كښې د پاكستان او سنګاپور اړيكې لا مستحكمولو له يو بل سره پرله پسې رابطه كښې په پاتې كېدو اتفاق وكړو










